د سرپناه کورونو د جوړونې په اړه د ریاستالوزراء د حکم په تړاو انلاین معلومات ورکړل شو
د ښاروالیو چارو د سمون لوی ریاست له لوري د ریاستالوزراء عالي مقام د هغه حکم د تطبیق په موخه، چې د سرپناه کورونو د جوړونې لپاره صادر شوی، د مهترلام ښاروالۍ مسؤلینو ته انلاین معلومات ورکړل شو
په دې لړ کې د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق او د ښاروالۍ تخنیکي او مسلکي مسولنیو ته د یاد حکم د پلي کېدو پر څرنګوالي، اړوندو اصولو او عملي مواردو په اړه هر اړخیز معلومات ورکړل شول
د معلوماتو پر مهال ټینګار وشو، چې د یاد حکم په سمه او اغېزمنه پلي کېدو سره به رهایشي ودانۍ په منظم او معیاري ډول جوړې شي او د ښاریانو د سرپناه ستونزې به هوارې شي
د یادونې وړ ده چې د صادر شوي حکم له مخې هغه اشخاص چې غواړي ودانۍ جوړې کړي د پلان او وصولو سره سم عرفي سند، مالي ټکټ، ګذر وکیل او ملاامام تائيد ولري او د تائيد وروسته کولی شي درې منزله رهايشي ودانۍ اعمار کړي
