د مهترلام ښاروالۍ، د جواز ورکولو په عوایدو کې د تیر کال په پرتله ۵۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی

web_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۶ - ۶:۳
د مهترلام ښاروالۍ د جواز

لغمان کې د مهترلام ښاروالۍ ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت وایي، چې ښار کې د کاروباریانو " هټۍ والو" قانوني کولو په موخه یې د جواز ورکولو پروسه ګړندۍ کړې ده چې له امله یې د تیرکال په پرتله عوایدو او وېش کې ۵۰ سلنه ډېروالی راغلی دی
ښاروال زیاتوي: "تیرکال مو "۱۹۷۴" جوازونه ویشلي و چې له لارې یې ۲ میلیونه او ۱۰۰ زره افغانۍ عواید راټولو شوي و او سږکال مو د کال په لومړیو دریو ربعو کې "۲۲۴۰" عدده جوازونه ویشلي چې ۳ میلیونه افغانۍ عواید مو راټول کړي دي
هغه وایي د ښار د صفایۍ، منظم کولو او ګنه ګوڼې د کمولو لپاره روزانه خپل فعالیتونه ترسره کوي چې تر ډیره یې دا برخه هم له پخوا ښه شوې ده

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۷:۱۶
Background image

د نباتاتو د ساتنې په موخه د دواپاشۍ چارې روانې دي

د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق د ځانګړې لارښونې پر بنسټ، د ښاروالۍ د تنظیف او زرغونتیا مدیریت له لوري په پارکونو، ونو، بوټو، ګلانو او چمنونو د دواپاشۍ چارې پیل شوې دي
د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۹:۳۸
Background image

دوکاندارانو ته د خبرداري ترڅنګ د مارکیټونو بامونه پاک شول

پرون مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق د ښاروالۍ د ملکیتونو د څارنې پر مهال دوکاندارانو ته خبرداری ورکړ، چې د مارکیټونو پر بامونو د کثافاتو له اچولو ډډه وکړي او شته کثافات ژر تر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۹:۳۵
Background image

د ښاري حکومتولۍ آمریت له لوري د ښاروالۍ د مکتب کمېټې غړو ته وسایل ورکړل شول

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمریت له لوري د ښاروالۍ د کارونو په اړه د زده کوونکو د ذهنیت لوړونې په موخه د ښار په یو شمېر ښوونځیو کې د زده‌کوونکو ترمنځ کمېټې جوړې شوې دي، چې د. . .

BACK TO NEWS