د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف زیارکښو کارکوونکو د فعالیتونو دوام
د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف زیارکښ کارکوونکي هره ورځ د نورو چارو ترڅنګ د ښار پاکوالي ته ځانګړې پاملرنه کوي، او د ښار د جارو کولو ( خاکروب) چارې ترسره کوي
د تنظیف مامور عزت الله نیازی وویل، چې د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق د لارښونې له مخې، د تنظیف کارکوونکي په بېلابېلو ډلو وېشل شوي دي
د نوموړي په وینا، یوه ډله د کثافاتو راټولولو او انتقال چارې ترسره کوي، بله ډله د سرکونو جارو کولو مسؤلیت لري او درېیمه ډله د ښار د نظم او پاکوالي په برخو کې فعالیت کوي
د یادونې وړ ده، چې د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف کارکوونکي شپه او ورځ د ښار د پاکوالي او منظم ساتلو لپاره نه ستړې کېدونکې هڅې کوي
