د مهترلام ښاروالۍ له لوري د دویمې ناحیې په ګلدانونو کې د خرما نیالګي کېنول شول

web_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۸:۵۶
خرما نيالګي

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري د ښار د دویمې ناحیې اړوند د سرک په ګلدانونو کې د خرما نیالګي کېنول شول

یاد نیالګي نن د تنظیف او سرسبزۍ مامور ریحان‌الله آریان په مشرۍ د دویمې ناحیې د سرک په ګلدانونو کې نهال شول، چې موخه یې د ښار سرسبزي، ښکلا او سالم چاپېریال رامنځته کول دي

ریحان‌الله آریان وویل، چې دغه چاره د مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت‌الله شهامت د ځانګړي هدایت پر بنسټ پیل شوې او د همدې پلان له مخې به د ښار په ټولو ګلدانونو کې میوه لرونکي او زینتي نیالګي او ګلان کېنول شي

د یادونې وړ ده، چې مهترلام ښاروالۍ سږکال په خپل پلان کې لري، د ښار د سرسبزۍ په موخه شاوخوا ۷ زره میوه لرونکي او غیر میوه لرونکي نیالګي نهال کړي

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۷:۱۶
Background image

د نباتاتو د ساتنې په موخه د دواپاشۍ چارې روانې دي

د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق د ځانګړې لارښونې پر بنسټ، د ښاروالۍ د تنظیف او زرغونتیا مدیریت له لوري په پارکونو، ونو، بوټو، ګلانو او چمنونو د دواپاشۍ چارې پیل شوې دي
د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۹:۳۸
Background image

دوکاندارانو ته د خبرداري ترڅنګ د مارکیټونو بامونه پاک شول

پرون مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق د ښاروالۍ د ملکیتونو د څارنې پر مهال دوکاندارانو ته خبرداری ورکړ، چې د مارکیټونو پر بامونو د کثافاتو له اچولو ډډه وکړي او شته کثافات ژر تر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۹:۳۵
Background image

د ښاري حکومتولۍ آمریت له لوري د ښاروالۍ د مکتب کمېټې غړو ته وسایل ورکړل شول

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمریت له لوري د ښاروالۍ د کارونو په اړه د زده کوونکو د ذهنیت لوړونې په موخه د ښار په یو شمېر ښوونځیو کې د زده‌کوونکو ترمنځ کمېټې جوړې شوې دي، چې د. . .

BACK TO NEWS