د مهترلام ښاروالۍ له لوري د پارکونو د نیالګیو د چونه کولو چارې پیل شوې

web_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۸:۵۹
چونه کول

د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي آمریت تر چتر لاندې د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري د پارکونو د نیالګیو د چونه کولو پروګرام پیل شوی چې ټول پارکونو نیالګي به په منظم ډول چونه کړل شي
یاده چاره په دې موخه ترسره کېږي تر څو نیالګي له موسمي ناروغیو او حشراتو څخه خوندي وساتل شي

د ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیر حاجي شفیع الله نیازي چې مامور عزت الله یې ملتیا کوله وې ویل، چې یاد پروګرام د مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت په ځانګړې لارښونه عملي کېږي، او د ښار په ټولو پارکونو او شنو ساحو کې به د نیالګیو چونه کول په منظم ډول ترسره شي

یاده دې وي چې د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري هره ورځ د پلان له مخې د نیالګیو او پارکونو د خړوبولو چارې هم ترسره کېږي، ترڅو پارکونه او نیالګي سرسبزه اوسي
 

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۷:۱۶
Background image

د نباتاتو د ساتنې په موخه د دواپاشۍ چارې روانې دي

د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق د ځانګړې لارښونې پر بنسټ، د ښاروالۍ د تنظیف او زرغونتیا مدیریت له لوري په پارکونو، ونو، بوټو، ګلانو او چمنونو د دواپاشۍ چارې پیل شوې دي
د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۹:۳۸
Background image

دوکاندارانو ته د خبرداري ترڅنګ د مارکیټونو بامونه پاک شول

پرون مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق د ښاروالۍ د ملکیتونو د څارنې پر مهال دوکاندارانو ته خبرداری ورکړ، چې د مارکیټونو پر بامونو د کثافاتو له اچولو ډډه وکړي او شته کثافات ژر تر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۹:۳۵
Background image

د ښاري حکومتولۍ آمریت له لوري د ښاروالۍ د مکتب کمېټې غړو ته وسایل ورکړل شول

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمریت له لوري د ښاروالۍ د کارونو په اړه د زده کوونکو د ذهنیت لوړونې په موخه د ښار په یو شمېر ښوونځیو کې د زده‌کوونکو ترمنځ کمېټې جوړې شوې دي، چې د. . .

BACK TO NEWS