د مهترلام ښاروالۍ له لوري د ښاري نظم په موخه پراخ کمپاین ترسره شو
د مهترلام ښاروالۍ د ښاري انظباطانو مدیر قاري انتظار معاذ چې ښاري انظباطانو یې ملتیا کوله په مهترلام ښار کې یې د ښاري نظم د تأمین په موخه پراخ کمپاین ترسره کړ
د یاد کمپاین په ترڅ کې هغه لاس پلورونکي او هټیوال، چې د کراچیو، مېزونو او نورو توکو په وسیله یې پلې لارې بندې کړې وې، تنظیم او پلې لارې د ښاریانو پر مخ خلاصې شوې
د ښاري انظباطانو مدیر وویل، چې ټول هټیوال او لاس پلورونکي باید په هغو مشخصو ځایونو کې کاروبار وکړي، چې د ښاروالۍ له لوري ورته ځانګړي شوي دي
