د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته ترسره شوه

web_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۸:۴۷
اداري ناسته

د مهترلام ښاروالۍ د ادارې د لا همغږۍ، خدماتو د کیفیت لوړونې او د ښار د پرمختیايي چارو د تعقیب په موخه، د ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت په مشرۍ د ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته ترسره شوه
یاده ناسته چې د ښاروالۍ له ټولو امرینو او مدیرانو سره وشوه، په پیل کې ښاغلي ښاروال د تېرې ناستې راپور واورېد او د ترسره شویو فعالیتونو ارزونه یې وکړه
ښاروال د هغو چارو یادونه وکړه چې ښه پرمختګ یې کړی و، او په ورته وخت کې یې پر ځینو نیمګړتیاوو هم رڼا واچوله، ترڅو اصلاحات پکې راشي
ورپسې، د ناستې ګډونوالو د ښار اړوند یو شمېر مهمو موضوعاتو، لکه د ښاري خدمتونو پراختیا، نظم، پاکوالي، د کار د جواز د ورکړې او د خلکو ستونزو ته د ژر او مؤثر ځواب څرنګوالي په اړه تفصیلي بحثونه وکړل
همداراز، د مجلس په جریان کې یو شمېر امرینو او مدیرانو ته مشخصې دندې وسپارل شوې، ترڅو تر بلې ناستې پورې یې بشپړې کړي او خپل راپور له رهبري سره شریک کړي
د یادونې وړ ده چې د مهترلام ښاروالۍ مشرتابه تل هڅه کوي چې د منظمو ناستو له لارې نه یوازې ادارې کارونه همغږي کړي، بلکې د ښاریانو لپاره شفاف، مؤثر او پر وخت خدمات وړاندې کړي

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۷:۱۶
Background image

د نباتاتو د ساتنې په موخه د دواپاشۍ چارې روانې دي

د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق د ځانګړې لارښونې پر بنسټ، د ښاروالۍ د تنظیف او زرغونتیا مدیریت له لوري په پارکونو، ونو، بوټو، ګلانو او چمنونو د دواپاشۍ چارې پیل شوې دي
د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۹:۳۸
Background image

دوکاندارانو ته د خبرداري ترڅنګ د مارکیټونو بامونه پاک شول

پرون مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق د ښاروالۍ د ملکیتونو د څارنې پر مهال دوکاندارانو ته خبرداری ورکړ، چې د مارکیټونو پر بامونو د کثافاتو له اچولو ډډه وکړي او شته کثافات ژر تر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۹:۳۵
Background image

د ښاري حکومتولۍ آمریت له لوري د ښاروالۍ د مکتب کمېټې غړو ته وسایل ورکړل شول

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمریت له لوري د ښاروالۍ د کارونو په اړه د زده کوونکو د ذهنیت لوړونې په موخه د ښار په یو شمېر ښوونځیو کې د زده‌کوونکو ترمنځ کمېټې جوړې شوې دي، چې د. . .

BACK TO NEWS