د مهترلام ښار د پلو لارو د خلاصون کمېسیون ترسره شو

web_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۶ - ۹:۵۵
کمیسون

د مهترلام ښاروالۍ د یو ګډ کمېسیون له لوري نن د ښار په مرکزي سیمو کې د پلو لارو د خلاصون کمېسیون ترسره شو

 یاد کمېسیون د لومړۍ ناحیې د مدیر ملا عباس ابراهیمي په مشرۍ، چې د ښاري حکومتولۍ امر الحاج عباس عمري، تخنیکي او مسلکي امر انجنیر زاهد الله مجددي، د ترافیکو مدیریت او د لومړۍ امنیتي حوزې د مسؤلینو په ملتیا عملي شو

د ښاروالۍ د لومړۍ ناحيي مدیر ملا عباس ابراهیمي وویل، دوی نن د ښار په مرکزي ساحو کې یو پراخ  د پلو لارو د خلاصون کمېسیون چارې ترسره کړې. په دې لړ کې هغه هټۍ وال او دوکانداران چې د خپلو جنسونو په اېښودلو سره یې د تګ راتګ لارې او د ویالو سرونه بند کړي وو، ټول په بشپړ ډول خلاص کړل شول

نوموړی وایي، د پلو لارو د خلاصون دا ډول کمېسیونونه به په دوامداره ډول ترسره کېږي، څو د ښار ترافیکي بهیر منظم او د ښاریانو د تګ راتګ لارې پرانستې پاتې شي

د یادونې وړ ده چې مهترلام ښاروالۍ د ښار نظم او پاکوالي ته ژمنه ده او په ورځني ډول خپل فعالیتونه ترسره کوي

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۷:۱۶
Background image

د نباتاتو د ساتنې په موخه د دواپاشۍ چارې روانې دي

د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق د ځانګړې لارښونې پر بنسټ، د ښاروالۍ د تنظیف او زرغونتیا مدیریت له لوري په پارکونو، ونو، بوټو، ګلانو او چمنونو د دواپاشۍ چارې پیل شوې دي
د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۹:۳۸
Background image

دوکاندارانو ته د خبرداري ترڅنګ د مارکیټونو بامونه پاک شول

پرون مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق د ښاروالۍ د ملکیتونو د څارنې پر مهال دوکاندارانو ته خبرداری ورکړ، چې د مارکیټونو پر بامونو د کثافاتو له اچولو ډډه وکړي او شته کثافات ژر تر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۹:۳۵
Background image

د ښاري حکومتولۍ آمریت له لوري د ښاروالۍ د مکتب کمېټې غړو ته وسایل ورکړل شول

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمریت له لوري د ښاروالۍ د کارونو په اړه د زده کوونکو د ذهنیت لوړونې په موخه د ښار په یو شمېر ښوونځیو کې د زده‌کوونکو ترمنځ کمېټې جوړې شوې دي، چې د. . .

BACK TO NEWS