مهترلام ښاروالۍ د ښاري پاکوالي لپاره ۲۶ نوې کثافت دانۍ جوړوي

web_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲ - ۱۱:۶
قرارداد

د پاک او منظم ښاري چاپېریال د رامنځته کولو په موخه، د مهترلام ښاروالۍ له لوري د ښار په مختلفو برخو کې د ۲۰ فلزي او ۶ کانکریټي غټو کثافت دانیو د جوړولو او نصبولو چاره ترسره کېږي
مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت وویل: نعمان عبدالحد رحیمي ودانیز شرکت په داوطلبۍ کې د شل فلزي او ۶ کانکریټي غټو کثافت دانیو جوړولو په موخه ۹ سوه ۱ دیرش زره افغانۍ نرخ ورکړی ؤ چې د ارزیابي کمیټې له تائید وروسته نوموړی ګټونکی وپیژندل شو او نن ورسره قرارداد لاسلیک شو
ښاروال د قرارداد د لاسلیک پر مهال د شرکت مسؤل ته سپارښتنه وکړه چې کثافت دانۍ د کیفیت له پلوه قوي، د کار وړ او د ښاري اړتیاوو سره سمې جوړې کړي
نوموړي زیاته کړه چې شرکت باید کثافت دانۍ د قرارداد له مخې په دوو میاشتو کې بشپړې او ښاروالۍ ته وسپاري
د دې پروژې له تطبیق سره به د مهترلام ښار په ګڼ شمېر سیمو کې د کثافاتو د راټولولو ظرفیت لوړ شي، د ککړتیا مخه به ونیول شي، او ښاریانو ته به یو پاک او روغتیايي چاپېریال برابر شي

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۶:۱۹
Background image

د لومړۍ ناحیې اړوند د اتفاق کلي اوسیدونکو خپلې ستونزې له ښاري حکومتولۍ آمریت سره شریکې کړې

د مهترلام ښار د لومړۍ ناحيې اړوند د اتقاق کلي اوسیدونکو خپلې ستونزې د حل په موخه د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمر الحاج عباس عمري سره شریکې کړې د یادې سیمې اوسېدونکو په پیل کې د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۰:۴۵
Background image

د دوهمې ناحیې اړوند لسم ګذر د ګل آباد کلي اوسیدونکو لپاره ګذر وکیل وټاکل شو

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ د طرزالعمل مطابق ښاغلی شیرعلم خان باور د محمد حیدر زوی د مهترلام ښار د دویمې ناحیې اړوند د لسم ګذر ګل آباد کلي اوسیدونکو لپاره د ګذر وکیل په توګه وټاکل. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۰:۳۶
Background image

له ولایت مقام څخه تر کانونو ریاست پورې د کانال او پلچکونو د جوړیدو چارې ۹۰ سلنه بشپړې شوي دي

لغمان کې د مهترلام ښاروالۍ له داخلي بودیجې د ۶ نیم میلیونه افغانیو په ارزښت له ولایت مقام څخه تر کانونو ریاست پورې د کانال او پلچکونو د جوړیدو چارې په منظم شکل جریان لري، چې تر دې دمه. . .

BACK TO NEWS