مهترلام ښاروال د ښاروالۍ له دوه مهمو پروژو څخه لیدنه وکړه

web_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۹ - ۱۰:۳۷
له پروژو خحه ليدنه

مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت‌الله شهامت چې د ښاروالۍ مسلکي او تخنیکي امر انجنیر زاهد الله مجددي یې ملتیا کوله د ښاروالۍ دوه رغنیزو پروژو د حاجیانو د سرک جوړیدنې او د دارالمعلمین په مسیر د چړايي کارونو څخه د کار د ښه کیفیت او تطبیق په موخه لیدنه وکړه
ښاروال په دواړو پروژو کې د کار په ښه کیفیت ټینګار وکړ او وې ویل، چې کارونه باید د تخنیکي معیارونو مطابق، پر وخت او له هر ډول نیمګړتیا پرته ترسره شي، نوموړي د پروژې مسؤلین موظف کړل چې د پروژو کیفیت ته جدي پاملرنه وکړي او د ښاریانو رضایت وساتي
د یادونې وړ ده چې دواړه پروژې د مهترلام ښاروالۍ له داخلي بودیجې تمویلېږي، او د ښار د پرمختګ او ښاري اسانتیاوو د پراختیا په برخه کې مهم رول لري. همداراز، په دغو پروژو کې لسګونو کسانو ته د کاري فرصتونو زمینه هم برابره شوې ده

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۷:۱۶
Background image

د نباتاتو د ساتنې په موخه د دواپاشۍ چارې روانې دي

د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق د ځانګړې لارښونې پر بنسټ، د ښاروالۍ د تنظیف او زرغونتیا مدیریت له لوري په پارکونو، ونو، بوټو، ګلانو او چمنونو د دواپاشۍ چارې پیل شوې دي
د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۹:۳۸
Background image

دوکاندارانو ته د خبرداري ترڅنګ د مارکیټونو بامونه پاک شول

پرون مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق د ښاروالۍ د ملکیتونو د څارنې پر مهال دوکاندارانو ته خبرداری ورکړ، چې د مارکیټونو پر بامونو د کثافاتو له اچولو ډډه وکړي او شته کثافات ژر تر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۹:۳۵
Background image

د ښاري حکومتولۍ آمریت له لوري د ښاروالۍ د مکتب کمېټې غړو ته وسایل ورکړل شول

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمریت له لوري د ښاروالۍ د کارونو په اړه د زده کوونکو د ذهنیت لوړونې په موخه د ښار په یو شمېر ښوونځیو کې د زده‌کوونکو ترمنځ کمېټې جوړې شوې دي، چې د. . .

BACK TO NEWS