مهترلام ښاروال له اداري شعباتو څخه لیدنه وکړه
د کارونو د منظم او شفاف پرمخ وړلو او همداراز د مراجعینو ستونزو ته پر وخت د رسېدنې په موخه، مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق د ښاروالۍ له بېلابېلو شعباتو څخه لیدنه وکړه
په یاده لیدنه کې ښاروال د شعباتو له آمرینو، مدیرانو او مامورینو سره خبرې وکړې او په هغوئ یې ټینګار وکړ چې خپل ورځني چارې د اصولو او لایحو مطابق، په شفاف او منظم ډول ترسره کړي او د مراجعینو ستونزو ته پر وخت رسېدنه وکړي
نوموړي همداراز زیاته کړه چې ټول کارکوونکي باید خپل مسؤلیتونه په پوره اخلاص او ژمنتیا ترسره کړي، ترڅو د مراجعینو کارونه له خنډ او ځنډ سره مخ نه شي
د یادونې وړ ده چې مهترلام ښاروال د ښاروالۍ د نورو چارو ترڅنګ وخت پر وخت د ښاروالۍ له شعباتو څخه هم څارنه کوي ترڅو کارونه په منظم او شفاف ډول پر مخ لاړ شي
