په دویمه ناحیه کې د شهید مولوي حبیب الرحمن پارک لپاره د اوبو لګولو چارې ترسره شوې
د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او زرغونتیا مدیریت د زیارکښو کارکوونکو له لوري د دویمې ناحیې اړوند د شهید مولوي حبیب الرحمن پارک د نیالګیو او زینتي بوټو د خړوبولو لپاره د اوبو لګولو چارې ترسره شوې
د زرغونتیا مامور ریحان الله اریان وویل، چې د پارک د نظارت پر مهال یې د نیالګیو او بوټو د منظم خړوبولو په موخه د اوبوخور سیستم جوړ کړ، ترڅو له دې وروسته د پارک زرغونتیا په ښه توګه وساتل شي او نیالګي په منظم ډول خړوب شي
نوموړي زیاته کړه، چې مهترلام ښاروالۍ د ښار په پارکونو کې د اوبو حوضونه هم جوړ کړي دي، چې د همدې حوضونو له لارې د پارکونو د خړوبولو چارې په منظم او دوامدار ډول ترسره کېږي
د یادونې وړ ده، چې مهترلام ښاروالۍ د ښار د زرغونتیا د ساتنې او ښکلا د لا پیاوړتیا په موخه د پارکونو او شنو ساحو د پالنې او خړوبولو چارې د ځانګړي پلان له مخې پر مخ وړي
