د مهترلام ښاروالۍ له لوري د دوو پراختیایي پروژو قراردادونه لاسلیک شول
د مهترلام ښاروالۍ له داخلي بودیجې د دویمې او درېیمې ناحیو د اداري ودانیو د جوړولو او د شهید مولوي حبیب الرحمن پارک د احاطې د جوړیدو پروژو قراردادونه د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق له لوري د داوطلبۍ ګټونکي حمزه میهن ساختماني شرکت مسؤل سره لاسلیک شول
د قراردادونو له مخې، د دویمې او درېیمې ناحیو د اداري ودانیو د جوړولو پروژه په ۹ میلیونه، ۳۵۴ زره او ۵۱ افغانیو او د شهید مولوي حبیب الرحمن پارک د احاطې د جوړولو پروژه په ۲ میلیونه، ۳۶۰ زره او ۱۲ افغانیو قرارداد شوې ده
مهترلام ښاروال د قرارداد د لاسلیک پر مهال د شرکت مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه، چې دواړه پروژې د منظور شوي پلان له مخې په معیاري، اساسي او ټاکلي وخت ترسره کړي
د یادونې وړ ده، چې مهترلام ښاروالۍ د روان کال په ترڅ کې د ښار د پراختیا او ښاري خدمتونو د ښه والي په موخه د بیارغونې ګڼ شمېر پروژې په پام کې نیولې دي، چې چارې به یې په پرلپسې ډول پیل او عملي شي
