د لومړۍ ناحیې له یو شمیر ساحو څخه د کثافاتو د انتقال او د کثافت دانیو د پاکولو چارې ترسره شوې
د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي آمریت ترچتر لاندې د تنظیف او زرغونتیا مدیریت زیارکښو کارکوونکو له لوري د لومړۍ ناحیې له یو شمیر ساحو څخه د کثافاتو د انتقال او د کثافت دانیو د پاکولو چارې ترسره شوې
یاده چاره د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په ځانګړې لارښونه او د مامور عزت الله نیازي ترمشرۍ لاندې ترسره شوه چې له ښار څخه کثافات انتقال او د چاپېریالي اصولو مطابق دفن شول
د یادونې وړ ده چې د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف ډله د پلان له مخې ټولو ناحیو ته د پاک چاپېریال ساتنې په موخه رسیدنه کوي ترڅو ښاریانو ته یو پاک چاپېریال برابر شي
