لغمان کې د ملي بیرغ ورځ د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه.

Anonymous (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۹/۵/۸ - ۴:۷
اخبار

په يادو مراسمو کې، چې سه شنبه د زمري پر ۷ نېټه ترسره شول، پرمهال يې لغمان والي رحمت الله يارمل سربېره، مرستيال والي الحاج شهزاده مظلوم يار،مهترلام ښاروال انجينرنظيف الله (الکوزي )،ولايتي شورا رئيس عتيق الله عبدالرحيمزي، د ملکي او نظامي ادارو مسوولينو، مېرمنو، ځوانانو، مدني ټولنو استازو، ورزشکارانو او يو شمېر نورو ګډون کړی وو.

روز بیرق ملی

لومړی د لغمان والي رحمت الله يارمل ټولو راغلو مېلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ له دوی مننه وکړه، چې د ملي بيرغ د ورځې په نمانځلو کې له دوی سره برخه وال شول.

هغه د ملي بيرغ د ورځي په ارزښت هر اړخيزه خبرې وکړې او زياته يې کړه، چې ملي بيرغ د افغانستان ملي هوئيت او نښان دی.

ښاغلي يارمل ملي بيرغ يو معنوي ارزښت ياد کړ او زياته يې کړه، چې د مادي ارزښتونو نه د معنوي ارزښتونو قېمت لوړ دی او مونږ د دې معنوي ارزښت ساتنه د سر په بدله ترسره کوو.

والي يارمل د ملي امنيتي ځواکونو څخه مننه وکړه، چې تل يې د خپلو قربانيو په ورکولو سره ملي بيرغ رپانده ساتلی دی.

لغمان والي وويل چا، چې د ملي بيرغ د غورځولو هڅه کړې الله ج له ناکامۍ سره مخ کړي او په دې نه دي توانېدلي، چې دا ملي بيرغ وغورځوي او زياته يې کړه، چې ملي بيرغ به تل رپانده وي.

هغه وويل د کال هره ورځ د ملي بيرغ ورځ ده او ټول افغانان بايد د دې ورځې او ملي بيرغ حقوق په ښه شکل سره ادا کړي.

نوموړي په وسله والو طالبانو غږ وکړ، چې افغان وژنه دې پای ته ورسوي او د سولې له راونې پروسې سره دې يوځای شي، ترڅو يو باعزته ژوند ولري.

هغه وويل تر هغې چې یو افغان پاتې وي، نو دا ملي بیرغ به د افغانستان په هره نقطه کې رپاند وي، دا به د پامیر او د بابا د لوړو غرونو په لوړو څوکو کې رپېږي.

روز بیرق ملی

موږ افغانانو ته په کار ده چې د همدې ملي بیرغ تر چتر لاندې په ګډه د دې هېواد د ښېرازۍ لپاره کار وکړو.

ورپسې د ولايتي شورا رئيس عتيق الله عبدالرحيمزي وويل که يو هېواد ملي بيرغ ونه لري هغه په نړيواله سطحه هېڅ اعتبار نه لري.

نوموړي زياته کړه په ولسونو کې اوس ملي احساس تر پخوا ډېر شوی او د خپلو ملي ارزښتونه څخه په کلکه ساتنه ترسره کوي.

هغه په افغان حکومت غږ وکړ، چې د اختر په شپو او ورځو کې عمومي اوربند اعلان کړي او له ټولو ولسونو يې غوښتنه وکړه، چې لغمان شموله سولې راوستلو ته د زړه له اخلاصه کار وکړي.

د غونډې په جريان کې د پوهنې ریاست د ترانې ټيم له لوري ملي بيرغ ته ځانګړې شوې ترانه او د ورزشکارانو ټيم خپل چمتو کړي نمايشونه د غونډې له ګډونوالو سره شريک کړل.

د يادولو وړ ده، چې د اسد(زمري) اومه د ملي بيرغ ورځ په ټول هېواد کې په خورا شانداره مراسمو سره نمانځل کېږي.

۱۳۹۹/۵/۷

#دلغمان #ولایت #درسنیو #اواړیکو #دفتر

#LMIC

#مهترلام_ښاروالۍ

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۹:۵۷
Background image

د سرپناه کورونو د جوړونې په اړه د ریاست‌الوزراء د حکم په تړاو انلاین معلومات ورکړل شو

د ښاروالیو چارو د سمون لوی ریاست له لوري د ریاست‌الوزراء عالي مقام د هغه حکم د تطبیق په موخه، چې د سرپناه کورونو د جوړونې لپاره صادر شوی، د مهترلام ښاروالۍ مسؤلینو ته انلاین معلومات. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۹:۵۴
Background image

د نوآباد کلي اوسیدونکو خپلې ستونزې له ښاري حکومتولۍ امریت سره شریکې کړې

د مهترلام ښار د څلورمې ناحيې اړوند د نوآباد کلي اوسیدونکو خپلې ستونزې د حل په موخه د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمر الحاج عباس عمري سره شریکې کړې

د یادې سیمې اوسیدونکو په پیل کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۹:۴۹
Background image

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف زیارکښو کارکوونکو له لوري د کثافاتو د انتقال چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي آمریت تر چتر لاندې 
 تنظیف او سرسبزۍ مدیریت زیارکښو کارکوونکو له لوري د لومڔۍ ناحيې اړوند د کثافاتو د انتقال او د کثافت دانیو د پاکولو چارې ترسره شوې. . .

BACK TO NEWS