د مهترلام ښاروالۍ له لوري د ګلدانونو د منظم کولو چارې دوام لري

web_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۷ - ۵:۳۸
د ګلدانونو منظم کول

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري د مهترلام ښار او پاکونو د ګلدانونو د ګلانو ځمکې نرمولو او منظم کولو چارې لا هم دوام لري، چې تردې دمه د ښار او پارکونو یو شمیر ګلدانونه منظم شوي او د نورو کارونه جریان لري
یاده چاره دوه اوونۍ وړاندې پیل شوې او تر هغه به دوام کوي ترڅو د ښار او پنځه واړه ناحیو ګلدانونه په منظم شکل جوړ شي
د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري له دې وړاندې د حشراتو او امراضو د مخنیوي په موخه په نیالګیو، ګلانو او زینتي بوټو باندې دوا پاشي او د تقوې لپاره یې حیواني او کیمیاوي سره هم ورکړل شوې ده
یاده دې وي چې د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت د پرسونل له لوري وخت په وخت د ګلانو، ونو، زینتي بوټو، پارکونو او چمنونو څارنه او پالنه کېږي

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۶:۵۱
Background image

د مهترلام ښار قصابانو ته خبرداری ورکړل شو

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمر الحاج عباس عمري د مهترلام ښار له قصابانو څخه څارنه وکړه او خبرداری یې ورکړ چې د څارویو د پوستکو له پلور څخه ډډه وکړي

نوموړي وویل چې د مهترلام. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۶:۲۳
Background image

د ډاکټر عبدالله لغماني لېسه کې د ښاروالۍ د مکتب کمېټې غړو ته وسایل ورکړل شو

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمریت له لوري د ښاروالۍ د کارونو په اړه د زده کوونکو د ذهنیت لوړونې په موخه د ښار په یو شمېر ښوونځیو کې د زده‌کوونکو ترمنځ کمېټې جوړې شوې دي، چې نن د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۶:۲۰
Background image

د مهترلام ښاروالۍ له لوري د منظور شوي پلان له مخې د خط‌اندازۍ چارې پیل شوې

د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په ځانګړې لارښونه د ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي امریت ترچتر لاندې د پلان مدیریت له لوري د مرکز د منظور شوي پلان له مخې د خط اندازۍ چارې پیل شوې

. . .

BACK TO NEWS