له بارانونو او سیلابونو وروسته مهترلام ښار پاک او منظم شو

web_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۶ - ۶:۲۸
پاکونه

بېګا شپه د سختو بارانونو او راغلو سیلابونو له امله مهترلام ښار د کثافاتو، خځلو او خټو له ډکېدو سره بې نظمه شوی وو، چې د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف زیارکښو کارکوونکو له لوري یې په بیړه د تنظیف چارې سره شوې او ښار په بشپړ ډول پاک شو
په دې پاکونه کې د ښار له کوڅو، سړکونو او عامه ځایونو څخه ټولې خځلې، خټې او نور کثافات را ټول او لیرې کړل شول
مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت د یادو کارکوونکو له هڅو ستاینه وکړه او زیاته یې کړه چې ښاروالۍ به تل هڅه کوي د ستونزمنو حالاتو پر مهال هم په وخت اقدامات ترسره کړي او د خلکو د ژوند اسانتیاوې تامین کړي
د یادونې وړ ده چې د ښار د پاکوالي او ښکلا ساتنه د ښاروالۍ د کارکوونکو ترڅنګ د ټولو ښاریانو ګډ مسوولیت دی

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۷:۱۶
Background image

د نباتاتو د ساتنې په موخه د دواپاشۍ چارې روانې دي

د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق د ځانګړې لارښونې پر بنسټ، د ښاروالۍ د تنظیف او زرغونتیا مدیریت له لوري په پارکونو، ونو، بوټو، ګلانو او چمنونو د دواپاشۍ چارې پیل شوې دي
د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۹:۳۸
Background image

دوکاندارانو ته د خبرداري ترڅنګ د مارکیټونو بامونه پاک شول

پرون مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق د ښاروالۍ د ملکیتونو د څارنې پر مهال دوکاندارانو ته خبرداری ورکړ، چې د مارکیټونو پر بامونو د کثافاتو له اچولو ډډه وکړي او شته کثافات ژر تر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۹:۳۵
Background image

د ښاري حکومتولۍ آمریت له لوري د ښاروالۍ د مکتب کمېټې غړو ته وسایل ورکړل شول

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمریت له لوري د ښاروالۍ د کارونو په اړه د زده کوونکو د ذهنیت لوړونې په موخه د ښار په یو شمېر ښوونځیو کې د زده‌کوونکو ترمنځ کمېټې جوړې شوې دي، چې د. . .

BACK TO NEWS