د دوهمې ناحيې اړوند شپږم ګذر مسلم آباد اوسیدونکو لپاره ګذر وکیل وټاکل شو
د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمریت له لوري محمد نصیر اسماعیل خېل د مهترلام ښار د دوهمې ناحيې اړوند د شپږم ګذر مسلم آباد کلي د ګذر وکیل په توګه وټاکل شو
د نوموړي د پیژندنې په مراسمو کې د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمر الحاج عباس عمري، د مطبوعاتو او عامه پوهاوي مدیر لعل آغا ابراهیمي، د کلتوري او اجتماعي چارو مدیر رضوان الله زماني او د یادې سیمې اوسیدونکو ګډون کړی وو
د ښاري حکومتولۍ د مسؤلینو له لوري حاجي محمد نصیر اسماعیل خېل ته د ګذر وکیل د دندو لایحه تشریح شوه او سپارښتنه ورته وشوه ترڅو خپلې چارې د نافذه قوانینو پر اساس پرمخ یوسي
په پای کې وکیل اسماعیل خېل د مهترلام ښاروالۍ د ریاست مقام ترڅنګ د شپږم ګذر له اوسیدونکو مننه وکړه چې دی یې د ګذر وکیل په توګه وټاکه
نوموړي د کلي ټولو اوسیدونکو ته ډاډ ورکړ چې د خپل وس مطابق به شپه او ورځ دوی ته خدمت کوي
