د مهترلام ښاروالۍ خبرتیا
د مهترلام ښاروالۍ د دریو بستونو د شارټ لېسټ په اړه ټولو درنو نوماندانو ته چې د اعلان شویو دریو بستونو د (تدارکاتو مدیریت) (سروي انجنیر) او (تحصيلي مامور) بست لپاره یې نوملیکنه کړې وه، خبر ورکول کېږي، چې د يادو بستونو د شـــــارټ لېست (لنډ لیست) ترسره شوی او کولای شئ چې په خپاره شویو لیستونو کې خپل نومونه وګورئ
د یادونې ده چې هغه درانه نوماندان چې ځانونه واجد شرایط ګڼي، خو له شارټ لېست څخه پاتې شوي دي، کولای شي د ازموينې کمېټې ته د خپلو شکایتونو د ثبت او ارزونې لپاره د مهترلام ښاروالۍ د کارکوونکو چارو مدیریت ته مراجعه وکړي
د شکایت ثبت او ارزونې لپاره (۲) کاري ورځې نن د چنګاښ ۹مه دوشنبه او سبا سه شنبه ځانګړې شوې دي، په همدې اساس ټول غیر واجد شرایط نوماندان دې په ټاکلې موده کې خپل شکایتونه ثبت کړي، ترڅو د اصولو سره سم په شارټ لېست کې د شمولیت په موخه بیاکتنه وشي
یادونه: له ټاکلې مودې وروسته به هیڅ ډول شکایتونه ونه منل شي
