لغمان کې د مهترلام ښاروالۍ ترچتر لاندې د ۸۰۰ زره ډالرو په ارزښت ۸ پراختیايي پروژې پیل شوې

web_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۰:۲۵
پروژې

لغمان کې د مهترلام ښاروالۍ ترچتر لاندې د نړیوال بانک په مالي ملاتړ او د یونفس مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د مهترلام ښار په بېلابیلو ناحیو کې د ۸ پراختیايي پروژو چارې پیل شوې
د یادو پروژو بنسټ ډبره د لغمان مرستیال والي الحافظ انځرګل عبدالله، مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق، د اقتصاد رئیس مولوي عطاء الرحمن فاتح، د ښاروالۍ آمرینو، انجنیرانو، د یونفس مؤسسې مسؤلینو، ګذر وکیلانو او د سیمې مشرانو له لوري کېښودل شوه
د پروژې انجینر ذاهدالله ذاهد وویل، یادې ۸ پروژې د مهترلام ښار په بیلابیلو ناحیو کې د ۸۰۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د څلور نیمو میاشتو په موده کې بشپړیږي چې څه د پاسه ۳ کیلو متره کانکریټي سړک، د پارک احاطه، د لښتیو، ویالو جوړول او هموارکاري پکې شاملې دي چې د ۳ زره په شاوخوا کې ځوانانو ته پکې د کار زمینه مساعده شوې ده

نوموړی وایي، د دې کال په جریان کې به ۱۲ نورې پروژې هم پلي کړي چې زرګونه نورو ځوانانو ته به په مستقیم ډول د کار زمینه برابره شي

مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق وویل، چې د همکارو مؤسسو له پروژو علاوه سږکال د مهترلام ښاروالۍ له داخلي بودیجې هم د ۱۰۵ میلیونه افغانیو په ارزښت ۱۲ د بیارغونې پروژې په مهترلام ښار کې ترسره کېږي چې اوس مهال د شپږو پروژو چارې پیل شوي دي

همداراز ښاروال د یونفس مؤسسې له مسؤلینو هم مننه وکړه چې په مهترلام ښار کې د بیارغونې چارې ترسره کوي

 مرستیال والي حافظ انځرګل عبدالله د یونفس پروژو د پیل په مراسمو کې وویل، د ښار د بنسټیزو اړتیاوو پوره کول او د خلکو لپاره د کار زمینه برابرول یې لومړیتوبونه دي

هغه زیاته کړه چې د پروژو د ښه کیفیت او معیار لپاره یې مسلکي انجنیران ټاکلي او وخت پر وخت به له یادو پروژو څخه نظارت کوي

د پروژو له پیل سره هممهاله، یو شمېر ځايي کارګران له مهترلام ښاروالۍ او یونفس مؤسسې څخه مننه کوي چې په خپلو سیمو کې ورته د کار کولو زمینې برابرې کړې دي

د یادونې وړ ده چې مهترلام ښاروالۍ د ښار د پراختیا لپاره هم مختلفې برنامې په لاره اچولي ترڅو ښار ته پراختیا ورکړي

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۰:۲۷
Background image

د څپرو سیمې اوسېدونکو خپلې ستونزې د حل په موخه له ښاروالۍ سره شریکې کړې

د مهترلام ښار د څلورمې ناحیې اړوند د څپرو سیمې یو شمېر اوسېدونکو او قومي مشرانو خپلې ستونزې او غوښتنې د حل په موخه د مهترلام ښاروالۍ له مسؤلینو سره شریکې کړې

په دې موخه راغلو مشرانو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۰:۲۵
Background image

لغمان کې د مهترلام ښاروالۍ ترچتر لاندې د ۸۰۰ زره ډالرو په ارزښت ۸ پراختیايي پروژې پیل شوې

لغمان کې د مهترلام ښاروالۍ ترچتر لاندې د نړیوال بانک په مالي ملاتړ او د یونفس مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د مهترلام ښار په بېلابیلو ناحیو کې د ۸ پراختیايي پروژو چارې پیل شوې
د یادو پروژو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۰:۲۳
Background image

د لومړۍ ناحیې له یو شمیر ساحو څخه د کثافاتو د انتقال او د کثافت دانیو د پاکولو چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي آمریت ترچتر لاندې د تنظیف او زرغونتیا مدیریت زیارکښو کارکوونکو له لوري د لومړۍ ناحیې له یو شمیر ساحو څخه د کثافاتو د انتقال او د کثافت دانیو د پاکولو. . .

BACK TO NEWS