په پنځمه ناحیه کې د مستریانو لپاره ځایونه وټاکل شول

web_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۱۰:۲۱
 مستریانو د انتقال

د مهترلام ښار د پراختیا، د ښاري نظم د ټینګښت او د ګڼې ګوڼې د مخنیوي په موخه، مهترلام ښاروالۍ د ښار د مستریانو د انتقال لپاره د پنځمې ناحیې اړوند د کابل ـ جلال‌آباد هډې ترڅنګ په ترمینل کې ځانګړي ځایونه مشخص کړل

د یادو ځایونو د ټاکلو بهیر د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق، د تخنیکي او مسلکي چارو آمر انجنیر زاهدالله مجددي، د عوایدو او محاسبې آمر حاجي محمد زبیر سالار، د پنځمې ناحیې مدیر محمد منیر فاروق، د اصنافو رئیس حاجي محمد طالب خپلواک او د مستریانو معاون بشرمل په حضور کې ترسره شو
مهترلام ښاروال د مستریانو معاون ته سپارښتنه وکړه، چې د ښار ټول مستریان راټول او ټاکل شوي ساحې ته انتقال کړي، ترڅو له یوې خوا د ښار پراختیا او ښاري نظم پیاوړی شي او له بلې خوا د ګڼې ګوڼې ستونزه راکمه شي
ښاروال همداراز ټینګار وکړ، چې هر مستري ته به ځانګړی ځای ورکړل شي او له دې وروسته به هیچا ته اجازه ورنه کړل شي، چې د ښار په بېلابېلو سیمو کې په غیر منظم ډول کاروبار وکړي
د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې د مهترلام ښاروالۍ له لوري د موټرو بارګینونه هم همدې ساحې ته انتقال شوي او اوس مهال خپل فعالیتونه په منظم او ټاکلي ځای کې ترسره کوي

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳ - ۹:۲۵
Background image

د مهترلام ښاروال په مشرۍ نوبتي اداري ناسته ترسره شوه


د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په مشرۍ، د ښاروالۍ د امرینو او مدیرانو په ګډون ترسره شوه
په دې ناسته کې لومړی د تېر اداري مجلس د پرېکړو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳ - ۵:۲۷
Background image

په دویمه ناحیه کې شاوخوا ۲۰ جریبه ځمکه له غصب څخه وژغورل شوه

د مهترلام ښاروالۍ د دویمې ناحیې مدیریت له لوري د مهترلام ښار اړوند R11 پلان کې شاوخوا ۲۰ جریبه ځمکه له غصب څخه وژغورل شوه

د دویمې ناحیې مدیر مولوي عبدالرحمن مزمل وویل، چې د مهترلام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳ - ۵:۱۸
Background image

لغمان کې د ۴.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د استنادي دیوال د بیا جوړېدو چارې پیل شوې

د مهترلام ښاروالۍ له داخلي بودیجې څخه د مهترلام ښار د پنځمې ناحیې اړوند د کابل ـ جلال‌اباد هډې په سیمه کې د ۴.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوه استنادي دیوال د جوړېدو چارې پیل شوې

د. . .

BACK TO NEWS