د دوهمې ناحيې اړوند د نهم ګذر اوسیدونکو لپاره ګذر وکیل وټاکل شو

web_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۰:۴
معرفت

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمریت له لوري حاجي عبدالقیوم محمدي د مهترلام ښار د دوهمې ناحيې اړوند د نهم ګذر حاجیانو کلي د ګذر وکیل په توګه وټاکل شو
دا چې نوموړي له دې وړاندې هم د یاد ګذر د وکیل په توګه مسؤلیت درلود او درې کلنه موده یې پوره شوې وه د یادې سیمې د اوسیدونکو په غوښتنه یو ځل بیا د درې کلنو لپاره د ګذر وکیل په توګه وټاکل شو

د نوموړي د پیژندنې په مراسمو کې د مهترلام ښاروالۍ د څارنې او ارزونې آمر الحاج عبدالطیف اخندزاده، د مطبوعاتو او عامه پوهاوي مدیر لعل آغا ابراهیمي، د کلتوري او اجتماعي چارو مدیر رضوان الله زماني او د یادې سیمې اوسیدونکو ګډون کړی وو

د ښاري حکومتولۍ د مسؤلینو له لوري حاجي عبدالقیوم محمدي ته د ګذر وکیل د دندو لایحه تشریح شوه او سپارښتنه ورته وشوه ترڅو خپلې چارې د نافذه قوانینو پر اساس پرمخ یوسي
په پای کې وکیل محمدي د مهترلام ښاروالۍ د ریاست مقام ترڅنګ د نهم ګذر له اوسیدونکو مننه وکړه چې دی یې د ګذر وکیل په توګه وټاکه
نوموړي د کلي ټولو اوسیدونکو ته ډاډ ورکړ چې د خپل وس مطابق به شپه او ورځ دوی ته خدمت کوي

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۹:۴۸
Background image

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او زرغونتیا زیارکښ کارکوونکي شپه ورځ د پارکونو د زرغونتیا او سرسبزۍ لپاره هڅې کوي

د یادو کارکوونکو لوري په دوامداره توګه پارکونه خړوبیږي چې له امله یې ښاریانو ته یوه ښه زرغونه او ارامه د تفریح، مطالعې، او ورزش فضا برابره شوې ده

#زموږ_ښار_زموږ_کور 
#شهرما_خانۀ_ما 

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۹:۴۶
Background image

مهترلام ښاروال د ښاروالۍ والیبال لوبډله وستایله

د لغمان ولایت د سراج بڼ په ورزشي میدان کې د ۱۶ والیبال لوبډلو ترمنځ ترسره شویو سیالیو کې د مهترلام ښاروالۍ والیبال لوبډلې د اتلولۍ جام ګټلی و، چې نن د لوبډلې له لوري یاد کپ مهترلام. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۹:۴۳
Background image

د دوهمې ناحيې اړوند شپږم ګذر مسلم آباد اوسیدونکو لپاره ګذر وکیل وټاکل شو

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمریت له لوري محمد نصیر اسماعیل خېل د مهترلام ښار د دوهمې ناحيې اړوند د شپږم ګذر مسلم آباد کلي د ګذر وکیل په توګه وټاکل شو

د نوموړي د پیژندنې په. . .

BACK TO NEWS