د مهترلام ښاروالۍ خبرتیا
د مهترلام ښاروالۍ د دوهمې ناحيې اړوند د بخش اول پلان ټولو نمرو (ځمکو) لرونکو خلکو ته خبر ورکول کېږي، چې د روانې سرطان( چنګاښ) میاشتې له څلورمې نیټې څخه تر ۱۵مې نېټې پورې چې د لس ورځو موده ده، خپل د نمرو ټول اړوند اسناد لکه د ولایت مقام له لوري احکام شوې عرض پاڼه، د بانګ اویز، کاپي د تذکرې او سند ملکیت کاپي او خپل د تیلفون شمیره د مهترلام ښاروالۍ تخنیکي او مسلکي چارو آمریت ته وسپارئ
یادونه: که هر چا د لس ورځو په جریان کې اسناد ونه سپارل قانوني چلند ورسره کېږي چې بیا حق د شکایت نه لري
