د ګڼې ګوڼې د مخنیوي په موخه د مهترلام ښاروالۍ خبرتیا
د مهترلام ښار ټولو ښاریانو ته خبر ورکول کېږي، چې هېڅ شخص حق نه لري چې د مهترلام ښار د لومړۍ ناحیې اړوند مربوطاتو کې نوې غرفه نصب یا جوړه کړي
که هر چا له دې خبرتیا څخه سرغړونه وکړه او په غیرقانوني ډول یې غرفه نصب کړه، قانوني چلند ورسره کېږي چې بیا حق د شکایت نه لري
یادونه: هغه غرفې چې دا مهال په ښار کې موجودې دي، د مشرتابه د فرمان مطابق به تنظیم او ترتیب شي، ترڅو ښاریانو ته د تګ راتګ لا ډیر اسانتیاوې برابرې شي
