د ارچهار او ډاکټر محمد ظاهر پارکونو د تشنابونو د ترمیم پروژې داوطلبي وشوه
د مهترلام ښاروالۍ له داخلي بودیجې د سلطان غازي بابا ښارګوټي اړوند د ارچهار او ډاکټر محمد ظاهر پارکونو د تشنابونو د ترمیم چارې ترسره کېږي، چې نن په همدې موخه د یادې پروژې داوطلبي ترسره شوه
یاده داوطلبۍ د ښاروالۍ د تعین شوې کمیټې په حضور کې د ۸ داوطلبانو ترمنځ وشوه، چې ګټونکی شرکت به د ارزیابۍ کمیټې له تائید وروسته اعلان او بیا به ورسره قرارداد لاسلیک شي
