له مهترلام ښار څخه تر تیرګړیو پله پورې د سرک د اساسي نقطو معلومولو چارې ترسره شوې
مهترلام ښاروالۍ له خپلې داخلي بودیجې له مهترلام ښار څخه تر تیرګړیو پله پورې د سړک د دوه لینه کولو پروژې چارې ترسره کوي، چې اوس مهال یې د استملاک او تخنیکي چمتووالي چارې په عملي ډول روانې دي
د همدې پروژې په دوام، نن د یاد سړک د اساسي نقطو (BM) د تثبیت او نصبولو چارې ترسره شوې
دغه کار د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق د لارښونې پر بنسټ، د ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي چارو آمریت د انجنیرانو له لوري ترسره شوه
اړوندو انجنیرانو وویل، چې د پروژې تخنیکي چارې په منظم او چټک ډول روانې دي او د اساسي نقطو ټاکل د سړک د معیاري سروې او راتلونکو پروسو لپاره مهم ګام بلل کېږي
