د مشرتابه د فرمانونو د تطبیق او د عامه ځایونو د ساتنې په موخه له ګذر وکیلانو سره ناسته وشوه

web_admin
Tue, Sep 29 2026 10:18 AM
 ناسته

د مهترلام ښاروالۍ د دویمې ناحیې مدیر مولوي عبدالرحمن مزمل د یادې ناحیې له ګذر وکیلانو سره د مشرتابه د فرمانونو او حکمونو د تطبیق، او په سرکونو او عامه ځایونو کې د ساختماني موادو د نه اچولو په موخه د همغږۍ ناسته ترسره کړه
د ناستې په پیل کې د دویمې ناحیې مدیر ټولو راغلو ګذر وکیلانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ ډاډ ورکړ چې ستونزو او غوښتنو ته به یې پر وخت رسېدنه کېږي

نوموړي له ګذر وکیلانو وغوښتل چې د مشرتابه ټولو فرمانونو او حکمونو ته ځانګړې پاملرنه وکړي او د خپلو ګذرونو له اوسېدونکو سره د هغو د عملي کېدو په برخه کې همکاري وکړي
 هغه همداراز د ناوړه دودونو د مخنیوي او د ګاونډیانو د حقوقو د رعایت په برخه کې د خلکو د پوهاوي پر زیاتولو ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د ګاونډي د حریم پر لوري د کړکیو له جوړولو څخه باید په جدي توګه ډډه وشي

مولوي عبدالرحمن مزمل زیاته کړه، چې په سرکونو او عامه ځایونو کې د ساختماني موادو له اېښودلو څخه هم باید ډډه وشي، ترڅو د ښاریانو د تګ راتګ پر وړاندې خنډونه رامنځته نه شي او عامه ځایونه خوندي پاتې شي

په پای کې ګذر وکیلانو په وار سره خپلې خبرې وکړې، خپلې ستونزې یې شریکې کړې او ډاډ یې ورکړ چې د ناحیې د مدیریت سپارښتنې به له خپلو ګذرونو له اوسېدونکو سره شریکې او د عملي کېدو په برخه کې به یې همکاري وکړي

Latest news

Mon, Oct 26 2026 6:17 AM
Background image

په مهترلام ښار کې شاوخوا څلور جریبه ځمکه له غصب څخه وژغورل شوه

د مهترلام ښاروالۍ د دویمې ناحیې مدیریت د درېیمې امنیتي حوزې د مسؤلینو په ملتیا، د مهترلام ښار د دویمې ناحیې اړوند د R11 پلان په ساحه کې شاوخوا څلور جریبه ځمکه له غصب او غیرقانوني آبادۍ. . .

Mon, Oct 26 2026 6:14 AM
Background image

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته ترسره شوه

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په مشرۍ، د ښاروالۍ د امرینو او مدیرانو په ګډون ترسره شوه

په ناسته کې لومړی د تېر اداري مجلس د پرېکړو او. . .

Thu, Oct 22 2026 7:44 AM
Background image

د ښاروالیو چارو د سمون لوی ریاست د پلټنې رئیس له مهترلام ښاروال او د یادې اداري له کارکوونکو سره وکتل

د ښاروالیو چارو د سمون لوی ریاست د پلټنې رئیس الحاج مولوي عبدالصمد عمري د پلټنې د یو شمېر مسؤلینو په ملتیا، یې له مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق او د یادې ادارې له امرینو او. . .

BACK TO NEWS