په مهترلام ښار کې شاوخوا څلور جریبه ځمکه له غصب څخه وژغورل شوه
د مهترلام ښاروالۍ د دویمې ناحیې مدیریت د درېیمې امنیتي حوزې د مسؤلینو په ملتیا، د مهترلام ښار د دویمې ناحیې اړوند د R11 پلان په ساحه کې شاوخوا څلور جریبه ځمکه له غصب او غیرقانوني آبادۍ وژغورله
د دویمې ناحیې مدیر مولوي عبدالرحمن مزمل، چې د ښاروالۍ اصلاحي او تفصیلي پلان انجنیر عبدالواحد محمدي او د درېیمې امنیتي حوزې مسؤلینو یې ملتیا کوله، وې وویل چې پر یادې پلاني ځمکې یوه کس شاوخوا ۲۰ موټره تیږه اچولې وه او غوښتل یې غیرقانوني آبادي ترسره کړي
نوموړي زیاته کړه، چې د دریمې امنیتي حوزې د مسؤلینو په همکارۍ د یادې غیرقانوني آبادۍ مخه ونیول شوه او پر ځمکه اچول شوې تیږه راټوله او ښاروالۍ کې مهرلاک شوه
مولوي عبدالرحمن مزمل ټینګار وکړ، چې د مهترلام ښار په ساحو کې به هېچا ته د غصب او غیرقانوني ودانیزو چارو اجازه ورنه کړل شي او د مخنیوي لپاره به یې لازم اقدامات ترسره کېږي
د یادونې وړ ده، چې مهترلام ښاروالۍ تر دې وړاندې هم په بېلابېلو پلاني ساحو کې د ځمکو د غصب او غیرقانوني ودانیزو چارو مخه نیولې او یو شمېر غصب شوې ځمکې یې بېرته راګرځولې دي
