د مهترلام ښاروالۍ خبرتیا

web_admin
خبرتيا

مهترلام ښاروالۍ رهبري د مهترلام ښار ټولو ښاریانو ته خبر ورکوي چې د مشرتابه د فرمان پر اساس که یو شخص په خپل ملکیت کې ودانۍ جوړوي او په څنګ کې یې پیوسته او یا د لارې د اندازې په فاصلې سره د بل شخص د استوګنې ودانۍ شتون ولري، نوې ابادي کوونکی شخص نشي کولای چې د همسایه طرف ته داسې کړکۍ پرېږدي چې د هغه د کور انګړ، پخلنځای، کوهي او داسې نور ځایونه چې عادة او عرفاً ښځې پکې ناسته ولاړه کوي ترې ښکاري
که چا له یاد فرمان څخه وړاندې کړکۍ پرېښې وي نو مکلف دي چې د یو انسان قد برابر دیوال پکې پورته کړي او له دې وروسته څوک نشي کولای چې د پورته مواریدو پر اساس کړکۍ پرېږدي، که هر شخص د مشرتابه د فرمان خلاف پرزي وکړه قانوني چلند ورسره کېږي چې بیا حق د شکایت نه لري

Latest announcements

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۶ - ۱۰:۲۵
Background image

د مهترلام ښاروالۍ خبرتیا

مهترلام ښاروالۍ د پارکونو د اوبه کولو او حوضونو د جوړولو چارې ترسره کوي، چې نعمان عبدالاحد ودانیز شرکت په داوطلبۍ کې د (۱۷۰۲۲۴۲) افغانۍ نرخ ورکولو سره ګټونکی شوی، که هر څوک په یاده . . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۶ - ۱۰:۵
Background image

د مهترلام ښاروالۍ خبرتیا

مهترلام ښاروالۍ یو عراده بابوکیټ ماشین، دوه عرادې فلډر موټرونه، دوه عرادې باربري زرنجونه د ازاد رقابت له لارې خریداري کوي، هر هغه کسان چې په شرایطو برابر وي او د یاد قرارداد نیولو لیوال . . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۷:۵۰
Background image

د مهترلام ښاروالۍ خبرتیا

د دریمې ناحيې اړوند د R10 - R4 - R3 - R1 - ټولو محترمو اوسیدونکو ته خبر ورکوي کېږي، چې کومې د ښاري خدماتو تعرفې چې تاسو ته ویشل شوي، باید د همدې ۱۴۰۴ مالي کال تر پایه ټول خپل د تعرفو . . .

Back to announcements