د مهترلام ښاروالۍ خبرتیا
مهترلام ښاروالۍ خپل دوه بابه دوکانونه چې د لومړۍ ناحيې اړوند صحت مارکیټ شاته موقیعت لري، د مزایدې په موخه اعلان ته سپارلي ؤ چې د روانې چنګاښ میاشتې په ۸مه نېټه یې د تعین شوې کمیټې په حضور کې مزایده ترسره شوه، چې په پایله کې داود د بلبل شاه زوی د میاشتې په ۱۹ زره ۹۳۰ افغانۍ مقابل کې د دوه بابه دوکانونو ګټونکی وپیژندل شو، که هر څوک په یاده پروسه قانوني نیوکه یا اعتراض لري کولای شي د ۷ کاري ورځو په جریان کې د مهترلام ښاروالۍ د تدارکاتو مدیریت ته خپل اعتراض په لیکلي بڼه وسپاري
