د مهترلام ښاروال په مشرۍ نوبتي اداري ناسته ترسره شوه
د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په مشرۍ، د ښاروالۍ د امرینو او مدیرانو په ګډون ترسره شوه
په دې ناسته کې لومړی د تېر اداري مجلس د پرېکړو او ترسره شویو فعالیتونو راپور د اړوندو امرینو او مدیرانو له لوري وړاندې او په اړه یې بحث وشو
مهترلام ښاروال د ناستې پر مهال ادارې کارکوونکو ته سپارښتنه وکړه، چې ښاریانو ته د ښو او پر وخت خدمتونو په وړاندې کولو، د مراجعینو چارو ته پر وخت رسېدنې، د ښاري نظم ټینګښت، د عوایدو تحصیل او ښاري محدوده کې د کثافاتو د منظم مدیریت په برخه کې لا زیاتې هڅې وکړي
نوموړي ټینګار وکړ، چې د ښاروالۍ ټول پرسونل باید خپلې چارې په اخلاص، مسؤولیت او د اصولو مطابق ترسره کړي، ترڅو ښاریانو ته لازم خدمات په ښه ډول وړاندې شي.
د ناستې په پای کې ښاروال یو شمېر مشخصې دندې اړوندو مسؤلینو ته وسپارلې او سپارښتنه یې وکړه، چې د ټاکل شویو دندو د ترسره کولو راپور دې تر راتلونکې نوبتي اداري ناستې پورې ورسره شریک کړي
