په پنځمه ناحیه ترمینل کې د تیلو پمپ جوړېدو چارې د پلان له مخې جریان لري

web_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۶ - ۱۰:۲۶
ليدنه

د مهترلام ښاروالۍ له داخلي بودیجې د ۲۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د پنځمې ناحیې اړوند د کابل ـ جلال‌آباد هډې ترڅنګ د یوې مهمې عاداتي پروژې چارې په منظم شکل جریان لري
په یاده پروژه کې د تیلو پمپ، موټرشويي، د اوبو څاه او د بدرفت څاه جوړول شامل دي، چې کارونه یې د پلان له مخې روان دي
د کارونو د ښه کیفیت او معیاري تطبیق په موخه نن مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت، چې انجنیر شوکت نعیمي یې ملتیا کوله، له یادې پروژې څخه یې لیدنه وکړه او د تطبیق کوونکي شرکت مسؤلینو ته یې سپارښتنه وکړه، چې چارې په اساسي، معیاري او د تخنیکي اصولو مطابق پر مخ یوسي
ښاروال ټینګار وکړ، چې دوی به وخت پر وخت له یادې پروژې څخه د ښه معیاري او اساسي کار کولو په موخه څارنه کوي
د یادونې وړ ده چې په یاده پروژه کې د مهترلام ښاروالۍ له لورې شاوخوا ۲۵ کسانو ته د کار کولو زمینه هم برابره شوې  ده

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۶ - ۱۰:۴۰
Background image

د مهترلام ښار د دویمې ناحيې اړوند د اخیري سټاپ د ویالو پاکونه ترسره شوه

د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي آمریت ترچتر لاندې د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت زیارکښو کارکوونکو له لوري چې مشري یې مامور ریحان الله آریان کوله د دویمې ناحيې اړوند د اخیري سټاپ د یو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۶ - ۱۰:۳۸
Background image

ګډ کمېسیون په مهترلام ښار کې د پلو لارو د خلاصون آشر ترسره کړ

یاد کمېسیون چې مشري یې مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت کوله، د ښاري حکومتولۍ امر حاجي عباس عمري، د لومړۍ، دویمې او پنځمې ناحيې مدیرانو، د لومړۍ امنیتي حوزې آمر قاري جنت ګل او. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۶ - ۱۰:۳۳
Background image

لغمان کې د مهترلام ښاروالۍ له لوري د ۶.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوه کانال د کیندلو او د ۵ پلچکونو د جوړیدو چارې پیل شوې

لغمان کې د مهترلام ښاروالۍ له داخلي بودیجې څخه د دويمې ناحیې اړوند قبایلو ریاست مخ ته د یوه کانال د کیندلو او د پنځو پلچکونو په اساسي او معیاري شکل د جوړېدو چارې پیل شوې، د یادې مهمې. . .

BACK TO NEWS