دمرستیال والي په مشرۍ د خپلواکۍ ۱۰۱ کالیزې لا ښې نمانځنې په موخه د چمتوالي تعقیبي ناسته ترسره شوه.

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۵/۲۱ - ۹:۹
روز ازادی

نن د سه شنبې په ورځ د زمري په ۲۱ نېټه د لغمان ولایت مرستیال والي الحاج شهزاده مظلوم یار په مشرۍ د خپلواکۍ ۱۰۱ کالیزې ښې نمانځې په موخه د چمتوالي تعقیبي ناسته ترسره او مسوولینو ته د کارونو منظم والي په موخه لازمې لارښوونې او سپارښتنې وشوې.

په دې ناسته کې دغه راز د ټاکل شویو بېلا بېلو کاري کمېټو دندې، مسوولیتونه او نورې برخې تشریح شوې.

روز ازادی

مرستیال والي دغه راز د خپلواکۍ د ورځې په ارزښت هر اړخیزې خبرې وکړې او ددې ورځې ښه نمانځل یې خورا مهم یاد کړل.

ښاغلي مظلوم یار د سولې مشورتي لوی جرګې بریالۍ ترسره کېدو له امله خوښي اوښوده او په هېواد کې یې د تل پاتې سولې لپاره د ستر رب دربار ته د دعا لاسونه هم لپه کړل.

۱۳۹۹/۵/۲۱

#دلغمان #ولایت #درسنیو #اواړیکو #دفتر

#LMIC

#مهترلام_ښاروالۍ

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۶:۵۱
Background image

د مهترلام ښار قصابانو ته خبرداری ورکړل شو

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمر الحاج عباس عمري د مهترلام ښار له قصابانو څخه څارنه وکړه او خبرداری یې ورکړ چې د څارویو د پوستکو له پلور څخه ډډه وکړي

نوموړي وویل چې د مهترلام. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۶:۲۳
Background image

د ډاکټر عبدالله لغماني لېسه کې د ښاروالۍ د مکتب کمېټې غړو ته وسایل ورکړل شو

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمریت له لوري د ښاروالۍ د کارونو په اړه د زده کوونکو د ذهنیت لوړونې په موخه د ښار په یو شمېر ښوونځیو کې د زده‌کوونکو ترمنځ کمېټې جوړې شوې دي، چې نن د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۶:۲۰
Background image

د مهترلام ښاروالۍ له لوري د منظور شوي پلان له مخې د خط‌اندازۍ چارې پیل شوې

د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په ځانګړې لارښونه د ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي امریت ترچتر لاندې د پلان مدیریت له لوري د مرکز د منظور شوي پلان له مخې د خط اندازۍ چارې پیل شوې

. . .

BACK TO NEWS