د‌ لغمان ورزشکارانو ‌ټولنې په ‌نوښت‌ د واليبال پنځه ورځنۍ دوستانه سيالۍ، چې مهترلام‌ ښار کې د ۹ بېلابېلو لوبډلو ترمنځ پيل شوې وه پای ته ورسېده

ناپیژنده (not verified)
شاروالی مهترلام

دغه ‌سيالي لومړی د اتو لوبډلو ترمنځ وشوه، چې پای لوبه کې د ښاروالۍ او د نانکزيو لوبډلو ترمنځ لوبه وشوه، چې وروستۍ لوبه د ښاروالۍ لوبډلې په ګټه تمامه شوه او د لوبې کپ يې ترلاسه کړ.

د پای مراسمو کې د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ امر بختيار حسين خېل، د ورزشکارانو ټولنې مشر استاد احمد شاه صديقي، ددې ترڅنګ يو شمېر نورو ګډونوالو خبرې وکړې.

ښاغلي ‌حسين خېل د ښاروالۍ لوبډله او نور ورزشکاران وهڅول، ترڅو د ورزش له لارې خپلې ټولنې ته مثبت پيغامونه ورکړي او ددې ترڅنګ خپل ځان او عامو خلکو ته د تفريح زمينه برابره کړي.

حسين خېل وړاندې وويل، چې موږ ته ټول ورزشکاران مهم دي او په ‌ټولنه کې د دوی رول موږ ته بنسټيز ارزښت لري.

دغه راز د ښاري حکومتولۍ امر بختيار حسين خېل ټول ورزشکاران او ‌د لوبې ننداره کوونکي د کرونا پر ضد مبارزې ته وهڅول ‌او‌ د پای لوبې پر ګډونوالو يې ماسکونه هم ووېشل.

دارنګه ‌په لغمان ولايت کې ‌د‌ بدني روزنې ‌امر استاد بادام ‌ګل‌ ملتزم ‌هم خبرې وکړې، ورزشکاران ‌یې ورزشي اخلاقو ته متوجې کړل، ددې ترڅنګ يې زیری ورکړ، چې له ‌کرونايي‌ حالت ‌وروسته به دا ډول لوبې د بدني روزنې ‌امريت تر چتر لاندې ‌جوړوي او ‌غوره سهولت به ورته ‌برابروي.

ملتزم‌ ورزشکارانو‌ ته لارښوونه وکړه، چې د کرونا مخنيوي په خاطر کلپونو وتړي او تر يو څه وخت پورې دې ورزش ته ادامه نه ورکوي.

په ‌پای کې د ورزشکارانو ټولنې مشر استاد صديقي‌ د کرونا سره د مبارزې ترڅنګ ورزشکاران او د لوبې ګډونوال سولې او يووالي راوستلو ته ‌هم‌وهڅول، ‌د لوبې هدف يې روښانه کړ او ګټوونکو لوبډلو ته يې کپونه هم ورکړل

Latest announcements

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۴:۴۴
Background image

د مهترلام ښاروالۍ خبرتیا

قدرمنو ښاریانو مهترلام ښار د ټولو ګډ کور دی، د ښار زرغونتیا او سمسورتیا ته ځانګړې پاملرنه وکړئ او د ښاروالۍ له لوري په ګلدانونو او پارکونو کې د کېنول شویو نیالګیو، ګلانو، چمنونو او شنو . . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۹:۵۰
Background image

د مهترلام ښاروالۍ خبرتیا

مهترلام ښاروالۍ د دریمې ناحيې اړوند د صحت عامې ترڅنګ د موټرو تم ځای د ازادې مزایدې له لارې په قرارداد ورکوي، هر هغه اشخاص چې په شرایطو برابر وي او د یاد قرارداد کولو لیوال وي کولای شي، . . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۵:۳۱
Background image

د مهترلام ښاروالۍ خبرتیا

دا چې تیره ورځ د مهترلام ښاروالۍ د هوټل، مسلخ، شاپینګ مال، د ارچهار لومړي او دویم مارکیټونو، د څارویو منډوي او د زړې ښاروالۍ غرب خواته د تحارتي مارکیټ مزایدې ترسره شوي، که هر څوک د یادو . . .

Back to announcements