د اختر له رخصتیو وروسته د مهترلام ښاروالۍ اداري چارې بېرته عادي حالت ته راوګرځېدې

web_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳ - ۵:۴۷
د کار پیل

د کوچني اختر له رخصتیو وروسته د مهترلام ښاروالۍ اداري کارکوونکي نن رسماً خپلو دندو ته حاضر شول او د حاضرۍ له لګولو وروسته یې خپلې ورځنۍ چارې په عادي او منظم ډول پیل کړې

مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق وايي، چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ټاکل شوي مهالویش له مخې به کارکوونکي د سهار له ۸ بجو څخه د مازیګر تر ۴ بجو پورې خپلې دندې ترسره کوي، څو ښاریانو ته پر وخت او اغېزمن خدمات وړاندې شي

نوموړي زیاته کړه، چې د تنظیف کارکوونکي به د ښار د پاک چاپېریال د ساتنې په موخه په دوامداره ډول خپل فعالیتونه پر مخ وړي، ترڅو مهترلام ښار پاک، منظم او د اوسېدونکو لپاره مناسب پاتې شي

ښاروال همداراز ټینګار کوي، چې د ښاري خدمتونو د ښه والي او د مراجعینو د ستونزو پر وخت حل په برخه کې به خپلې هڅې لا ګړندۍ کړي

د یادونې وړ ده چې د کوچني اختر شپې ورځې په مهترلام ښار کې ښه په آمن ونمانځل شوې

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۷:۱۸
Background image

د دویمې ناحیې اړوند د سبزي مارکیټ شاوخوا د پاکولو او د کثافاتو د انتقال چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف زیارکښو کارکوونکو له لوري د دویمې ناحيې اړوند د سبزي مارکیټ شاوخوا د کثافاتو د انتقال او د کثافت دانیو د پاکولو چارې ترسره شوې

یاده چاره د مهترلام ښاروال. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۷:۱۱
Background image

مهترلام ښاروال د نورستان د ښاروال د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړ او د خواخوږۍ مراتب یې وړاندې کړل


مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق د نورستان ولایت د ښاروال د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړ او د نوموړي له کورنۍ، خپلوانو او د نورستان له ولس سره یې د ژورې خواخوږۍ او غمشریکۍ مراتب. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۷:۹
Background image

د مهترلام ښاروالۍ کارمندانو ته د اسنادو د محفوظ کولو په موخه یو ورځنی سمینار ورکړل شو

د افغانستان د امارتي محفوظ اسنادو چاپ شرکت مسؤلینو او تخنیکي ټیم د مهترلام ښاروالۍ د عوایدو، جوازونو او صفایۍ اړوندو آمرینو، مدیرانو او مامورینو ته د اسنادو د محفوظ کولو (مصؤن‌سازۍ) د. . .

BACK TO NEWS