د دویمې ناحیې مدیر له ګذر وکیلانو سره د همغږۍ ناسته وکړه

web_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۴:۴۸
ناسته

د مهترلام ښاروالۍ د دویمې ناحیې نوي ټاکل شوي مدیر مولوي عبدالرحمن مزمل د یادې ناحیې له ګذر وکیلانو سره د معرفت او همغږۍ ناسته ترسره کړه

په پیل کې ګذر وکیلانو ځانونه معرفي کړل، نوي ټاکل شوي مدیر ته یې د دندې مبارکي وړاندې کړه او په یاده ناحیه کې یې د غوره خدمت غوښتنه وکړه

وروسته، د ناحیې مدیر په خپلو خبرو کې د همغږۍ پر پیاوړتیا ټینګار وکړ او وې ویل، چې ګذر وکیلان د ولس او ادارې ترمنځ مهم پُل دی او باید د خلکو ستونزې پر وخت له ادارې سره شریکې کړي

نوموړي همداراز له ټولو ګذر وکیلانو وغوښتل، چې د سیمې د نظم، ښه مدیریت او د خلکو د خدمت په برخه کې له ادارې سره نږدې همکاري وکړي

د یادونې وړ ده چې مولوي عبدالرحمن مزمل د چارو ادارې لوی ریاست د ۲۲۸۹ شمېرې له مخې د مهترلام ښاروالۍ د دویمې ناحیې مدیر ټاکل شوی دی

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۷:۱۶
Background image

د نباتاتو د ساتنې په موخه د دواپاشۍ چارې روانې دي

د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق د ځانګړې لارښونې پر بنسټ، د ښاروالۍ د تنظیف او زرغونتیا مدیریت له لوري په پارکونو، ونو، بوټو، ګلانو او چمنونو د دواپاشۍ چارې پیل شوې دي
د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۹:۳۸
Background image

دوکاندارانو ته د خبرداري ترڅنګ د مارکیټونو بامونه پاک شول

پرون مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق د ښاروالۍ د ملکیتونو د څارنې پر مهال دوکاندارانو ته خبرداری ورکړ، چې د مارکیټونو پر بامونو د کثافاتو له اچولو ډډه وکړي او شته کثافات ژر تر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۹:۳۵
Background image

د ښاري حکومتولۍ آمریت له لوري د ښاروالۍ د مکتب کمېټې غړو ته وسایل ورکړل شول

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمریت له لوري د ښاروالۍ د کارونو په اړه د زده کوونکو د ذهنیت لوړونې په موخه د ښار په یو شمېر ښوونځیو کې د زده‌کوونکو ترمنځ کمېټې جوړې شوې دي، چې د. . .

BACK TO NEWS