د سلطان غازي بابا ښار ګوټي دروازې ترڅنګ د علیشنګ په مسیر د عمومي سرک د ویالو او پلچکونو پاک کاري ترسره شوه

web_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳۱ - ۹:۲۶
پاک کاري

د ښاري نظم د پاک چاپېریال ساتنې په موخه د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ زیارکښو کارکونکو له لوري نن د مهترلام ښار د سلطان غازي بابا ښارگوټي دروازې ترڅنګ د علیشنګ په مسیر د عمومي سرک ویالو او پلچکونو پاک کاري ترسره شوه
یاده پاک کاري کې له ویالو او پلچکونو څخه کثافات راټول کړل شول او یو مناسب ځای ته به انتقال او دفن کړل شي
همداراز په یاده ساحه کې ګلدانونه هم په منظم شکل خړوب شول
د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف زیارکښ کارکونکي د سهار له ۷ بجو څخه تر مازیګر ناوخته پورې د مهترلام ښار په پنځه واړه ناحیو کې خپل فعالیتونه کوي او خلکو لپاره پاک چاپېریال برابروي
مهترلام ښاروالۍ رهبري له ټولو ښاریانو څخه غوښتنه کوي چې د ښار په پاک چاپېریال ساتلو کې له ښاروالۍ سره همکاري وکړي، کثافات د ښاروالۍ له لوري په لګول شویو کثافت دانیو کې واچوي ترڅو د ښاروالۍ د تنظیف ډله یې یو لرې ځای ته انتقال او دفن کړي

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۷:۱۶
Background image

د نباتاتو د ساتنې په موخه د دواپاشۍ چارې روانې دي

د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق د ځانګړې لارښونې پر بنسټ، د ښاروالۍ د تنظیف او زرغونتیا مدیریت له لوري په پارکونو، ونو، بوټو، ګلانو او چمنونو د دواپاشۍ چارې پیل شوې دي
د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۹:۳۸
Background image

دوکاندارانو ته د خبرداري ترڅنګ د مارکیټونو بامونه پاک شول

پرون مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق د ښاروالۍ د ملکیتونو د څارنې پر مهال دوکاندارانو ته خبرداری ورکړ، چې د مارکیټونو پر بامونو د کثافاتو له اچولو ډډه وکړي او شته کثافات ژر تر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۹:۳۵
Background image

د ښاري حکومتولۍ آمریت له لوري د ښاروالۍ د مکتب کمېټې غړو ته وسایل ورکړل شول

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمریت له لوري د ښاروالۍ د کارونو په اړه د زده کوونکو د ذهنیت لوړونې په موخه د ښار په یو شمېر ښوونځیو کې د زده‌کوونکو ترمنځ کمېټې جوړې شوې دي، چې د. . .

BACK TO NEWS