د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې د ښاري حکومتولۍ لوی رياست ‌په لارښوونه د اقتصادي فرصتونو ‌پېژندنې تر عنوان لاندې د لغمان او نیمروز ولايتونو ترمنځ د ښاري خویندتوب (خواهر شهری) تړون د برنامې له مخې پر ليکه ناسته ترسره شوه

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۴۰۰/۴/۹ - ۶:۱
شاروالی مهترلام

په سر کې د‌ مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمر بختيار حسين خېل د ناستې اجنډا د ناستې ګډونوالو ته تشريح کړه؛ هغوي ته يې هرکلی ووایه او د نوموړې ناستې پر اهميت يې خبرې وکړې.

بيا په وار سره د ناستې يو شمېر ګډونوالو د دواړو ولايتونو په ‌اقتصادي او سوداګريزو فرصتونو خبرې وکړې او د دواړو ولايتونو فرصتونه ‌يې تر بحث لاندې ونيول.

ويناوالو پر چابهار بندر او د لغمان ولايت پر اقتصادي، سوداګريز او ټولنيز بهير خپل نظريات څرګند کړل او د ولايتونو له شته فرصتونو څخه يې د اعظمي ‌ګټې اخيستنې ميکانيزم په اړه په ناسته کې په هر اړخيز ډول وڅېړه.

داسې ناستې د مهترلام او زرنج ښاروالیو ترمنځ د ښې همغږۍ او د ولايتونو ترمنځ د تجربو او معلوماتو شريکولو ‌غوره فرصت رامنځته کولی شي

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۷:۱۶
Background image

د نباتاتو د ساتنې په موخه د دواپاشۍ چارې روانې دي

د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق د ځانګړې لارښونې پر بنسټ، د ښاروالۍ د تنظیف او زرغونتیا مدیریت له لوري په پارکونو، ونو، بوټو، ګلانو او چمنونو د دواپاشۍ چارې پیل شوې دي
د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۹:۳۸
Background image

دوکاندارانو ته د خبرداري ترڅنګ د مارکیټونو بامونه پاک شول

پرون مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق د ښاروالۍ د ملکیتونو د څارنې پر مهال دوکاندارانو ته خبرداری ورکړ، چې د مارکیټونو پر بامونو د کثافاتو له اچولو ډډه وکړي او شته کثافات ژر تر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۹:۳۵
Background image

د ښاري حکومتولۍ آمریت له لوري د ښاروالۍ د مکتب کمېټې غړو ته وسایل ورکړل شول

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمریت له لوري د ښاروالۍ د کارونو په اړه د زده کوونکو د ذهنیت لوړونې په موخه د ښار په یو شمېر ښوونځیو کې د زده‌کوونکو ترمنځ کمېټې جوړې شوې دي، چې د. . .

BACK TO NEWS