د غربي شهرنو اوسیدونکو خپلې ستونزې د حل په موخه ښاري حکومتولۍ آمریت سره شریکې کڔې

web_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۹:۵۱
ستونزې

د مهترلام ښار د لومړۍ ناحيې اړوند غربي شهرنو اوسیدونکو خپلې ستونزې د حل په موخه د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمر الحاج عباس عمري سره شریکې کړې

د یادې سیمې اوسېدونکو په پیل کې د ښاروالۍ له مقام څخه مننه وکړه چې ستونزې یې مخامخ اوري او د حل په موخه ورته رسیدنه کوي
وروسته یې غوښتنه وکړه چې په سیمه کې یې محب الرحمن شهزاد چې مخکې د دې سیمې ګذر وکیل وو اوس یې درې کلنه موده پوره شوې او باید همدغه شخص چې ډیر ایمانداره او خدمتګاره انسان دی بیرته وټاکل شي ترڅو د سیمې ستونزې له ښاروالۍ مقام سره په وخت شریکې شي

عباس عمري ټولو راغلو مشرانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ ډاډ ورکړ چې ستونزو ته به یې رسیدنه کوي او د ښاري حکومتولۍ د طرزالعمل مطابق به خپله کړنه ترسره کوي

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۷:۲۳
Background image

د مجبوراباد سیمې اوسېدونکو د نوي ګذر وکیل د ټاکلو غوښتنه وکړه

د مهترلام ښار د پنځمې ناحیې اړوند د نهم ګذر مجبوراباد سیمې یو شمېر اوسېدونکو او قومي مشرانو د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ له آمر الحاج عباس عمري سره په کتنه کې د ښاروالۍ وروستي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۰:۱۸
Background image

د مشرتابه د فرمانونو د تطبیق او د عامه ځایونو د ساتنې په موخه له ګذر وکیلانو سره ناسته وشوه

د مهترلام ښاروالۍ د دویمې ناحیې مدیر مولوي عبدالرحمن مزمل د یادې ناحیې له ګذر وکیلانو سره د مشرتابه د فرمانونو او حکمونو د تطبیق، او په سرکونو او عامه ځایونو کې د ساختماني موادو د نه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۹:۴۷
Background image

د مهترلام ښاروال په مشرۍ نوبتي اداري ناسته ترسره شوه

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په مشرۍ، د ښاروالۍ د امرینو او مدیرانو په ګډون ترسره شوه
په دې ناسته کې لومړی د تېر اداري مجلس د پرېکړو او. . .

BACK TO NEWS