د لومړۍ ناحیې اړوند اتلسم ګذر چهلمټیو کلي اوسیدونکو لپاره ګذر وکیل وټاکل شو
د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ د طرزالعمل مطابق ښاغلی خیرالله اخندزاده د حاجي کریم الله زوی د مهترلام ښار د لومړۍ ناحیې اړوند د ۱۸م ګذر د چهلمټیو کلي اوسیدونکو لپاره د ګذر وکیل په توګه وټاکل شو
د نوموړي د پیژندنې په مراسمو کې د مهترلام ښاروالۍ د څارنې او ارزونې آمر الحاج عبدالطیف اخندزاده، د ښاري حکومتولۍ امر الحاج عباس عمري، د مطبوعاتو او عامه پوهاوي مدیر لعل آغا ابراهیمي، د کلتوري او اجتماعي چارو مدیر رضوان الله زماني او د یادې سیمې اوسیدونکو ګډون کړی وو
د ښاري حکومتولۍ د مسؤلینو له لوري ښاغلي خیرالله اخندزاده ته د ګذر وکیل د دندو لایحه تشریح شوه او سپارښتنه ورته وشوه ترڅو خپلې چارې د نافذه قوانینو پر اساس پرمخ یوسي
په پای کې وکیل خیرالله اخندزاده د مهترلام ښاروالۍ د ریاست مقام ترڅنګ د اتلسم ګذر سیمې له اوسیدونکو مننه وکړه چې دی یې د ګذر وکیل په توګه وټاکه
نوموړي د کلي ټولو اوسیدونکو ته ډاډ ورکړ چې د خپل وس مطابق به شپه او ورځ دوی ته خدمت کوي
