د مهترلام ښاروالۍ اړوند د څارویو منډوي مزایده ترسره شوه

web_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۷ - ۸:۲۹
د څارويو منډوي مزايده

د ولایت مقام د تعین شوي کمیټې او د مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت په حضور کې د مهترلام ښار د څارویو منډوي مزایده ترسره شوه، چې اسد الله د سمیع جان زوی د یوې جمعې د پنځوس زره او سل (۵۰۱۰۰) افغانیو نرخ ورکولو سره ګټونکی وشمیرل شو
یاده مزایده د تدارکاتو د قانون مطابق په ټاکلي وخت د پنځو داوطلبانو له لوري ترسره شوه چې اسد الله پکې په ۵۰۱۰۰ افغانیو نرخ ورکولو سره ګټونکی شو
یاده دې وي چې له مزایدې وړاندې د کمیټې د غړو له لوري داوطلبانو ته د څارویو منډوي شرت پاڼه هم ولوستل شوه او له قراردادي غوښتنه وشوه چې د شرت پاڼې مطابق خپلې چارې ترسره کړي

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۶:۴۴
Background image

د لومړۍ امنیتي حوزې ترڅنګ د پلو لارو د خلاصون او پاکونې چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ له لوري د ښار د لومړۍ امنیتي حوزې شاوخوا د پلو لارو د خلاصون او پاکونې چارې په منظم شکل ترسره شوې

دغه چارې د ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت د زیارکښو کارکوونکو له. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۸:۴۶
Background image

په پنځمه ناحیه کې د ګلانو او زینتي بوټو د ساتنې لپاره کټارې ولګول شوې

د مهترلام ښاروالۍ له لوري د پنځمې ناحیې اړوند د سرک په عمومي ګلدان کې، چې تېره ورځ پکې د سیمې د ښکلا او زرغونتیا په موخه ګلان او زینتي بوټي کېنول شوي وو، د یادو بوټو د خوندي ساتنې لپاره. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۸:۴۲
Background image

د یو لړ مهمو پروژو په تړاو د مشورتي بورډ له غړو سره ناسته ترسره شوه

د مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت په مشرۍ د ۱۴۰۵ مالي کال د یو لړ مهمو پروژو په تړاو د مشورتي بورډ له غړو سره مشورتي ناسته ترسره شوه

یاده ناسته د ښاروالۍ په مقام کې جوړه شوې. . .

BACK TO NEWS