د مهترلام ښاروالۍ دیوالونو د ترمیم او رنګ کولو چارې جریان لري

web_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۰ - ۷:۳
رنګمالۍ

د مهترلام ښاروالۍ له داخلي بودیجې څخه د یادې ادارې د ودانۍ دیوالونو د ترمیم، پلستر او رنګمالۍ چارې روانې دي

په همدې موخه، مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت‌الله شهامت د کارونو د کیفیت ارزونې لپاره له پروژې څخه لیدنه وکړه او د چارو د لا ښه تطبیق سپارښتنه یې وکړه

ښاروال وویل، چې د ښاروالۍ ودانۍ ځینې برخې د وخت په تېرېدو لږ څه تخریب شوې وې، چې له همدې امله د ترمیم او رنګمالۍ کارونه پیل شوي دي 

نوموړي زیاته کړه، چې ښاروالۍ وخت پر وخت د خپلو ملکیتونو څارنه کوي او د هر ډول زیان په صورت کې یې ژر تر ژره د ترمیم اقدامات ترسره کوي

د یادونې وړ ده، چې د دغو چارو تر څنګ به د مهترلام ښاروالۍ له لوري په روان کال کې ۱۱ د بیارغونې پروژې هم پلي شي، چې له امله به یې د ښار د ښکلا ترڅنګ ګڼو خلکو ته د کار کولو زمینه هم برابره شي

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۱۰:۳۹
Background image

د ښاري نظم د ټینګښت په موخه د مهترلام ښاروالۍ د ښاري انضباطاتو له لوري پراخ فعالیتونه ترسره شول

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري انضباطاتو مدیر قاري انتظار معاذ چې انضباطانو یې ملتیا کوله د مهترلام ښار په بېلابېلو سیمو کې د ښاري نظم د ټینګښت په موخه پراخ فعالیتونه ترسره کړل
د یادو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۱۰:۲۱
Background image

په پنځمه ناحیه کې د مستریانو لپاره ځایونه وټاکل شول

د مهترلام ښار د پراختیا، د ښاري نظم د ټینګښت او د ګڼې ګوڼې د مخنیوي په موخه، مهترلام ښاروالۍ د ښار د مستریانو د انتقال لپاره د پنځمې ناحیې اړوند د کابل ـ جلال‌آباد هډې ترڅنګ په ترمینل. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۱۰:۱۹
Background image

مهترلام ښاروال له اداري شعباتو څخه لیدنه وکړه

مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق د ښاروالۍ له بېلابېلو اداري امریتونو او مدیریتونو څخه لیدنه وکړه او د کارکوونکو د فعالیتونو ارزونه یې ترسره کړه

ښاروال د لیدنې پر مهال. . .

BACK TO NEWS