د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف زیارکښو کارکوونکو له لوري د کثافاتو د انتقال چارې ترسره شوې

web_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۶:۳۳
کثافاتو انتقال

د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي آمریت تر چتر لاندې د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت زیارکښو کارکوونکو له لوري د دویمې ناحيې اړوند د کثافاتو د انتقال او د کثافت دانیو د پاکولو چارې ترسره شوې

یاده چاره د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په ځانګړې لارښونه د مامور ریحان‌الله اریان په مشرۍ ترسره شوه، چې په یادو کارونو کې هغه کثافت دانۍ چې په ساحو کې د کثافاتو له امله ډکې شوې وې خالي او د چاپېریالي اصولو مطابق یو لیرې ځای ته انتقال او دفن شوې

د یادونې وړ ده چې د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف زیارکښ کارکوونکي د پلان له مخې ټولو ناحیو ته د پاک چاپېریال ساتنې په موخه رسیدنه کوي

زموږ_ښار_زموږ_کور 
شهرما_خانۀ_م

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۶:۱۹
Background image

د لومړۍ ناحیې اړوند د اتفاق کلي اوسیدونکو خپلې ستونزې له ښاري حکومتولۍ آمریت سره شریکې کړې

د مهترلام ښار د لومړۍ ناحيې اړوند د اتقاق کلي اوسیدونکو خپلې ستونزې د حل په موخه د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمر الحاج عباس عمري سره شریکې کړې د یادې سیمې اوسېدونکو په پیل کې د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۰:۴۵
Background image

د دوهمې ناحیې اړوند لسم ګذر د ګل آباد کلي اوسیدونکو لپاره ګذر وکیل وټاکل شو

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ د طرزالعمل مطابق ښاغلی شیرعلم خان باور د محمد حیدر زوی د مهترلام ښار د دویمې ناحیې اړوند د لسم ګذر ګل آباد کلي اوسیدونکو لپاره د ګذر وکیل په توګه وټاکل. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۰:۳۶
Background image

له ولایت مقام څخه تر کانونو ریاست پورې د کانال او پلچکونو د جوړیدو چارې ۹۰ سلنه بشپړې شوي دي

لغمان کې د مهترلام ښاروالۍ له داخلي بودیجې د ۶ نیم میلیونه افغانیو په ارزښت له ولایت مقام څخه تر کانونو ریاست پورې د کانال او پلچکونو د جوړیدو چارې په منظم شکل جریان لري، چې تر دې دمه. . .

BACK TO NEWS