د مهترلام ښاروالۍ د سایه‌بانونو د جوړولو داوطلبي ترسره شوه

web_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۸:۵۶
داوطلبي

د مهترلام ښاروالۍ ریاست مقام د خپلو ماشینري او وسایطو د ساتنې او خوندیتوب په موخه د دوو سایه‌بانونو د جوړولو چاره ترسره کوي چې نن یې په همدې موخه د ښاروالۍ د عوایدو او محاسبې آمریت کې داوطلبي ترسره شوه
یاده داوطلبي د ولایت مقام د ټاکل شوې کمیټې په حضور کې د پنځه داوطلبانو ترمنځ ترسره شوه، چې ګټونکی شرکت به د ارزیابۍ کمیټې له تائید وروسته اعلان او بیا به ورسره قرارداد لاسلیک شي
د مهترلام ښاروالۍ د عوایدو او محاسبې امر احمد زبیر سالار وايي، چې د یادو سایه‌بانونو له جوړېدو سره به د ښاروالۍ اړوند ماشینونه، موټرونه او نور ضروري وسایط له باران، لمر او چاپېریالي زیانونو څخه خوندي پاتې شي، او د هغوی د ساتنې کیفیت به لا ښه شي
د یادونې وړ ده چې سږکال مهترلام ښاروالۍ په ښار کې د بیارغونې یوولس پروژې هم عملي کوي، چې په پرلپسې ډول به یې داوطلبیانې سره شي

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۹:۳
Background image

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته ترسره شوه

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته د مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت په مشرۍ د ښاروالۍ د امرینو او مدیرانو په ګډون ترسره شوه

په ناسته کې د امرینو او مدیرانو له لوري د تېر. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۸:۵۹
Background image

د مهترلام ښاروالۍ له لوري د پارکونو د نیالګیو د چونه کولو چارې پیل شوې

د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي آمریت تر چتر لاندې د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري د پارکونو د نیالګیو د چونه کولو پروګرام پیل شوی چې ټول پارکونو نیالګي به په منظم ډول چونه کړل شي
. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۷:۱۲
Background image

د مهترلام ښاروالۍ له لوري د ۲۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوې پروژې چارې پیل شوې

لغمان کې د مهترلام ښاروالۍ له لوري د مهترلام ښار پنځمې ناحيې اړوند د کابل ـ جلال ابا نوې هډې ترڅنګ د يوې پروژې چارې د لغمان والي، مهترلام ښاروال، علماوو شورا رئیس، کرهنې او مالدارۍ رئیس. . .

BACK TO NEWS