د مهترلام ښاروالۍ د عوایدو د برخې کارونه د پلان له مخې په منظم شکل روان دي

web_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱ - ۱۰:۳
عوايد

د مهترلام ښاروالۍ د عوایدو مدیر نکت الله عزیزي وايي، کارونه مو د پلان له مخې په منظم شکل په چټکۍ سره روان دي چې هره میاشت دوکانونو او مارکیټونو ته ۱۲ سوه پورې تعرفې ویشو، او همداراز په ورځني ډول د ښاري خدماتو د محصول په موخه تجارتي مارکیټونو او دوکانونو ته هم تعرفې ورکول کېږي او د عوایدو مدیریت پرسونل له لوري یې وخت په وخت څارنه ترسره کېږي
نوموړي وايي، سږکال مو تر دې دمه په درې ربعو کې په مهترلام ښار کې د مختلفو برخو کارکونکو ته  ۲۲۴۰ د کار کولو جوازونه هم ورکړې دي چې د تیرکال په پرتله په دغه برخه کې %۵۰ فیصده زیاتوالی راغلی دی
د یادونې وړ ده چې د تیرکال په پرتله د مهترلام ښاروالۍ د بیارغونې کارونه هم زیات شوي چې ډیری خلکو ته پکې د کار کولو زمینه هم برابره شوې ده

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۷:۱۶
Background image

د نباتاتو د ساتنې په موخه د دواپاشۍ چارې روانې دي

د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق د ځانګړې لارښونې پر بنسټ، د ښاروالۍ د تنظیف او زرغونتیا مدیریت له لوري په پارکونو، ونو، بوټو، ګلانو او چمنونو د دواپاشۍ چارې پیل شوې دي
د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۹:۳۸
Background image

دوکاندارانو ته د خبرداري ترڅنګ د مارکیټونو بامونه پاک شول

پرون مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق د ښاروالۍ د ملکیتونو د څارنې پر مهال دوکاندارانو ته خبرداری ورکړ، چې د مارکیټونو پر بامونو د کثافاتو له اچولو ډډه وکړي او شته کثافات ژر تر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۹:۳۵
Background image

د ښاري حکومتولۍ آمریت له لوري د ښاروالۍ د مکتب کمېټې غړو ته وسایل ورکړل شول

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمریت له لوري د ښاروالۍ د کارونو په اړه د زده کوونکو د ذهنیت لوړونې په موخه د ښار په یو شمېر ښوونځیو کې د زده‌کوونکو ترمنځ کمېټې جوړې شوې دي، چې د. . .

BACK TO NEWS