د مهترلام ښاروالۍ له لوري د سایه‌بانونو د لګولو پروژې چارې ۹۰ سلنه بشپړې شوي

web_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۵ - ۵:۱۸
سایه بان

د مهترلام ښاروالۍ له داخلي بودیجې د شاوخوا دوه میلیونه افغانیو په ارزښت د ښاروالۍ په انګړ کې د موټرو او وسایطو د خوندي ساتنې په موخه د سایه‌بانونو (څپرو) د لګولو پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي، چې تر دې مهاله یې ۹۰ سلنه کارونه بشپړ شوي او پاتې چارې یې په منظم ډول جریان لري

مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت‌الله شهامت وویل، چې دغه پروژه د دې لپاره پلي کېږي، ترڅو د ښاروالۍ ماشینري، موټرونه او نور وسایط له لمر، باران او بېلابېلو طبیعي آفتونو څخه خوندي وساتل شي

نوموړي زیاته کړه، چې په یاده پروژه کې درې سایه‌بانونه جوړېږي، چې له ډلې یې دوه د ۲۵ مترو په اوږدوالي او ۱۳ مترو په پلنوالي او یو بل یې د ۱۳ مترو په اوږدوالي او ۷ مترو په پلنوالي جوړېږي، چې اوس مهال یې د جوړولو چارې ۹۰ سلنه بشپړې شوې دي

د یادونې وړ ده، چې د دغو سایه‌بانونو په بشپړېدو سره به د ښاروالۍ ماشینري او وسایط په خوندي چاپېریال کې وساتل شي او د خدماتي فعالیتونو د دوام لپاره به لا ښه زمینه برابره شي

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۷:۱۶
Background image

د نباتاتو د ساتنې په موخه د دواپاشۍ چارې روانې دي

د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق د ځانګړې لارښونې پر بنسټ، د ښاروالۍ د تنظیف او زرغونتیا مدیریت له لوري په پارکونو، ونو، بوټو، ګلانو او چمنونو د دواپاشۍ چارې پیل شوې دي
د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۹:۳۸
Background image

دوکاندارانو ته د خبرداري ترڅنګ د مارکیټونو بامونه پاک شول

پرون مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق د ښاروالۍ د ملکیتونو د څارنې پر مهال دوکاندارانو ته خبرداری ورکړ، چې د مارکیټونو پر بامونو د کثافاتو له اچولو ډډه وکړي او شته کثافات ژر تر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۹:۳۵
Background image

د ښاري حکومتولۍ آمریت له لوري د ښاروالۍ د مکتب کمېټې غړو ته وسایل ورکړل شول

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمریت له لوري د ښاروالۍ د کارونو په اړه د زده کوونکو د ذهنیت لوړونې په موخه د ښار په یو شمېر ښوونځیو کې د زده‌کوونکو ترمنځ کمېټې جوړې شوې دي، چې د. . .

BACK TO NEWS