د مهترلام ښاروالۍ له لوري د پلو لارو د خلاصون کمیسیون ترسره شو

web_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۶:۴۵
کميسیون

د مهترلام ښاروالۍ د لومړۍ ناحيي مدیر ملا عباس ابراهیمي په مشرۍ چې د ښاروالۍ امرینو، د اصنافو رئیس او ترافیکو مدیریت یې ملتیا کوله د ګنې ګوڼې د مخنیوي په موخه یې د مهترلام ښار د پلو لارو د خلاصون کمېسیون ترسره کړ
یاد کمېسیون د شهید عبدالله پښتون چوک څخه پیل شو، د ده ملخ په مسیر د سرک دواړو خواو کې چې کومو دوکاندارانو او هټیوالو په غیرې قانوني توګه په ترپالونو، چترۍ ګانو او نور شیانو باندې پلې لارې بندې کړې وې د ښاریانو پرمخ خلاصې کړې
د لومړۍ ناحيي مدیر ملا عباس ابراهیمي" ټولو دوکاندارانو او هټیوالو ته خبرداری ورکړ چې د پلو لارو خلاصون ته په جدي توګه پام وکړي، که هر چا لاره بنده کړه قانوني چلند ورسره کېږي چې بیا حق د شکایت نه لري
د یادونې وړ ده چې دغه کمېسیون به د راتلونکو ورځو په اوږدو کې هم خپل فعالیتونو ته دوام ورکوي تر څو د ښاریانو لپاره د تګ راتګ لا ډیر سهولتونه برابر شي

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۷:۱۶
Background image

د نباتاتو د ساتنې په موخه د دواپاشۍ چارې روانې دي

د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق د ځانګړې لارښونې پر بنسټ، د ښاروالۍ د تنظیف او زرغونتیا مدیریت له لوري په پارکونو، ونو، بوټو، ګلانو او چمنونو د دواپاشۍ چارې پیل شوې دي
د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۹:۳۸
Background image

دوکاندارانو ته د خبرداري ترڅنګ د مارکیټونو بامونه پاک شول

پرون مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق د ښاروالۍ د ملکیتونو د څارنې پر مهال دوکاندارانو ته خبرداری ورکړ، چې د مارکیټونو پر بامونو د کثافاتو له اچولو ډډه وکړي او شته کثافات ژر تر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۹:۳۵
Background image

د ښاري حکومتولۍ آمریت له لوري د ښاروالۍ د مکتب کمېټې غړو ته وسایل ورکړل شول

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمریت له لوري د ښاروالۍ د کارونو په اړه د زده کوونکو د ذهنیت لوړونې په موخه د ښار په یو شمېر ښوونځیو کې د زده‌کوونکو ترمنځ کمېټې جوړې شوې دي، چې د. . .

BACK TO NEWS