د مهترلام ښاروالۍ له لوري د ۱۰ میلیونه افغانیو په ارزښت په دویمه ناحیه کې د سرک د جوړیدو چارې پیل شوې

web_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۳ - ۷:۵
د سرک جوړلو پروژه

د مهترلام ښاروالۍ د سږکال پروژو په دوام د لس میلیونه افغانیو په ارزښت د دویمې ناحيي اړوند د حاجیانو د کلي سرک د جوړیدو چارې پیل شوې

د یادې پروژې د پیل په مراسمو کې د لغمان مرستیال والي مولوي اختر محمد مزمل ترڅنګ مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت، د بېلا بیلو ادارو رئیسانو، ګذر وکیلانو، ښاریانو او ولسي خلکو ګډون کړی وو

مهترلام ښاروال وویل، یاده پروژه چې د مهترلام ښاروالۍ له داخلي بودجې تمویل کېږي د ۳۶۰ متره په طول او ۱۵ متره په عرض د سرک کانکریټ اچول دواړو طرفونو ته ویالې او پلې لارې جوړول شامل دي چې په شپږ میاشتو کې به یې کارونه بشپړل شي

نوموړي وویل، په دغه پروژه کې به په ورځني ډول شاوخوا ۳۰ کسانو ته د کار کولو زمینه هم برابره شي

د رڼا څرک ودانیز او سرک جوړونې شرکت مسؤل توحید احمد د یادې پروژې د کارونو په اړه ډاډ ورکوي او وايي چې د سرک د جوړیدو چارې به د مسلکي او باتجره انجنیرانو په شتون کې ترسره کوي

د مهترلام ښار اوسیدونکي د سرک په جوړیدو سره خوشاله دي او مهترلام ښاروالۍ څخه د مننې ترڅنګ وايي چې اوس مهال دوی له ډیرو ستونزو سره مخ ؤ چې د سرک په جوړیدو سره به یې ګنې ستونزې حل شي

د یادونې وړ ده چې د تیرکال په پرتله سږکال د مهترلام ښاروالۍ د بیارغونې کارونه زیات شوي چې ډیری خلکو ته پکې د کار کولو زمینه هم برابره شوې ده

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۷:۱۶
Background image

د نباتاتو د ساتنې په موخه د دواپاشۍ چارې روانې دي

د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق د ځانګړې لارښونې پر بنسټ، د ښاروالۍ د تنظیف او زرغونتیا مدیریت له لوري په پارکونو، ونو، بوټو، ګلانو او چمنونو د دواپاشۍ چارې پیل شوې دي
د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۹:۳۸
Background image

دوکاندارانو ته د خبرداري ترڅنګ د مارکیټونو بامونه پاک شول

پرون مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق د ښاروالۍ د ملکیتونو د څارنې پر مهال دوکاندارانو ته خبرداری ورکړ، چې د مارکیټونو پر بامونو د کثافاتو له اچولو ډډه وکړي او شته کثافات ژر تر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۹:۳۵
Background image

د ښاري حکومتولۍ آمریت له لوري د ښاروالۍ د مکتب کمېټې غړو ته وسایل ورکړل شول

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمریت له لوري د ښاروالۍ د کارونو په اړه د زده کوونکو د ذهنیت لوړونې په موخه د ښار په یو شمېر ښوونځیو کې د زده‌کوونکو ترمنځ کمېټې جوړې شوې دي، چې د. . .

BACK TO NEWS