د مهترلام ښاروالۍ له لوري په پنځمه ناحیه کې د بارګینونو د منظم کولو په موخه هموارکاري ترسره شوه

web_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۰ - ۵:۲۵
هموارکاري

د مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت په هدایت د مهترلام ښاروالۍ د ماشینرۍ په واسطه د مهترلام ښار د پنځمې ناحيي اړوند کابل ـ جلال آباد هډې ترڅنګ د موټر پلورنځیو د ځایونو د منظم کولو په موخه هموارکاري ترسره شوه
د مهترلام ښاروالۍ د پنځمې ناحيي مدیر محمد منیر فاروق وویل، چې یاده هموارکاري یې د بارګینو د مسؤلینو په غوښتنه او د یادې ساحي د منظم کولو په موخه وکړه چې اوس مهال په ساحه کې هیڅ ډول ستونزه نشته او د بارګینو مسؤلین خپل فعالیت کوي

د بارګینو مسؤلینو د مهترلام ښاروالۍ له یادې کړنې خوښي وخوده او وې ویل چې دوی له ډیرو ستونزو سره مخ ؤ اوس چې د ښاروالۍ له لوري کومه هموارکاري ورته وشوه، ستونزې یې ورسره حل شوې
د یادونې وړ ده چې د مهترلام ښاروالۍ له لوري د ښار د پراختیا په موخه بارګینونه پنځمې ناحيي ته انتقال شوي چې اوس مهال په یاده ساحه کې خپل پیر او پلور کوي

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۷:۱۶
Background image

د نباتاتو د ساتنې په موخه د دواپاشۍ چارې روانې دي

د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق د ځانګړې لارښونې پر بنسټ، د ښاروالۍ د تنظیف او زرغونتیا مدیریت له لوري په پارکونو، ونو، بوټو، ګلانو او چمنونو د دواپاشۍ چارې پیل شوې دي
د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۹:۳۸
Background image

دوکاندارانو ته د خبرداري ترڅنګ د مارکیټونو بامونه پاک شول

پرون مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق د ښاروالۍ د ملکیتونو د څارنې پر مهال دوکاندارانو ته خبرداری ورکړ، چې د مارکیټونو پر بامونو د کثافاتو له اچولو ډډه وکړي او شته کثافات ژر تر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۹:۳۵
Background image

د ښاري حکومتولۍ آمریت له لوري د ښاروالۍ د مکتب کمېټې غړو ته وسایل ورکړل شول

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمریت له لوري د ښاروالۍ د کارونو په اړه د زده کوونکو د ذهنیت لوړونې په موخه د ښار په یو شمېر ښوونځیو کې د زده‌کوونکو ترمنځ کمېټې جوړې شوې دي، چې د. . .

BACK TO NEWS