د مهترلام ښاروالۍ له لوری د ولایت په کچه د ښارولیو شبکه رامنځ ته او تړون یی لاسلیک شوه

ناپیژنده (not verified)
پنجشنبه ۱۳۹۹/۸/۱ - ۶:۵۲
هوکړه لیک

په لغمان ولایت کې د ښاروالیو تر منځ د شبکی جورونې غونډه پنجشنبه د میزان میاشتي په دیرشمه نیټه له غرمې وروسته د دری ګونو ولسوالیو او مهترلام ښاروالۍ مشورتی بورد په شتون کې د مهترلام ښارولۍ په مقر کې ترسره شوه او تړون یې لاسلیک شوه

 

غونډه دقران العظیم الشان دڅومبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل شوه په سرکی دمهترلام ښاروال انجینر نظیف الله الکوزی دغونډی کډون والوته ښه راغلاست وویل اوپرانستوونکی وینا وکړپه  په خپلو خبرو کی وویل د افغانستان اسلامي جمهوریت د ولسمشر د خاصې توجه پر اساس چی ښاروالیو ته یی لرې له مخی یې باید کارې اذدهام د مرکز له ښاروالیو کم او کارې فرصتونه د ولسوالیو ښاروالیو ته ورکړې تر څو هغوې ته د انکشاف او پیشرفت زمینه مساعده شې

ناسته

مهترلام ښاروال زیاته کړه دحکومت دپالیسوپربنسټ او وړتیا دچټکی روزنی چی ښاریانو ته دښوښاری خدمتونو دترسره کولوپه موخه دغه شبکه جوړیږی چی دولسوالیو ښاروالیوته کاری فرصتونه برابراو  وړتیا یی لوړشی په ولسوالیوکی په وخت خدمات وړاندی اودهغوی دژوند دښه والی لپاره هڅه وکړی اودولسوالیو ښاروالانو ته ډاډ ورکړچی مهترلام ښاروالی هروخت ستاسو په خدمت  کی دی تاسوکولای هرنوع مرسته مونږنه وغواړی مونږ د خپل وس مطابق تاسوسره همکاری ته چمتویو

دا چې د ښاروالیو معینیت د ولسمشر د حکم د تطبیق لپاره داسی یو طرز العمل جوړکړې چی له مخې به یې د ښاروالیو تر منځ د شبکه سازی تړونونه لاسلیک کیږې او په خپلو کی د ظرفیت لوړونې لپاره همکاری کوې

د یاد تړون له مخی به د ښاروالیو او ښارویانو تر منځ اړیکې لا پیاوړې شې او هغوې ته دا فرصت په لاس راځې چی د لازمو همکاریو په صورت کې د لا ډیرو خدماتود جلب سبب وګرځې

مهترلام ښاروال زیاته کړه چی د مهترلام ښاروالۍ او نورو دری ګونو ښاروالیو چی په هغه کی د قرغیو ښاروالۍ ، علینګارښاروالۍ او علیشنګ ښاروالۍ شامل دی ددغه تړون له مخې یو له بله سره د ظرفیت لوړونی انکشاف او کاری فرصتونو د برابرولو په موخه همکارې کوې چی یاده موضوع اقتصادی پرمختګ ته لاره هواروی او تر څنګ یی د غصب پر وړاندی موثره مبارزه صورت نیسې

وروسته په وار سره دولسوالیوښاروالان دخپلو لاسته راوړنو اوننګونو باندی خبری وکړی اوزیاته یی کړه چی په ولسوالی کی دامنیت اوکافی عوایدو دنشتون له امله زمونږ خدمات ټکنی دي

 د ولسوالیو ښاروالانو له خپل لورې د هوکړه لیک د لا ښه تطبیق په برخه کی کامل ډاډ ورکړ او وی ویل مونږ د داسی تړون له مخې خپل تجارب سره شریکوو او یو له بله زده کوو چی څرنګه لازم انکشاف رامنځ ته کړو او معیاری خدمات وړاندې کړو

ورپسی د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولی سرپرست امر نورالرحمن (حشمت ) له لورې هغه موډل چی ښاروالیو ته د شبکې جوړونې په موخه رسیدلي د غونډی ګډونوالو ته معرفي او تشریح کړ او د شبکی جوړونې پر اهمیت باندی دا چی د اوسنی پرمختتلی ټولنی له ضروریاتو څخه دي تر څو یو له بله سره د همکارۍ او هماهنګۍ په صورت کی پرتي ستونزې حل کړای شی

دمهترلام ښاروالی دمشورتی بورد مرستیال الحاج امان الله سهاک دمشورتی بورد په جوړښت ،لاسته راوړونو اوننګوونو مفصل خبر ی وکړی اوزیاته کړه چی مشورتی بورد دښاریانواو ښاروالی ترمنځ د پل حیثیت لری اوولسوالیوښاروالانونه یی غوښتنه وکړی چی خپل ولسوالیو کی مشورتی بورد فعال اوګټه تری پورته کړی

د ښاروالیو تر منځ د تجاربو د شریکیدو په نتیجه کی د لا ښه خدمت کولو زمینه مساعد کیږی دا چی ښاریان له ښاروالیو څه غواړي او ښاروالۍ یی پر وړاندي کوم اقدام ترسره کړي

د غونډي په پای کی یاد هوکړه لیک د څلورګونو ښاروالیو تر منځ د مشورتی بورد په شتون کی لاسلیک شو او ژمنه وشوه تر څو د هغه د تطبیق لپاره لازم او پر ځای اقدامات ترسره شی او غونډه په دعایی سره پای ته ورسیده

دغونډی په اخر کی دولسوالیوښاروالانو دمهترلام ښاروالی دشعباتو اوترسره شووخدمتونو نه هم لیدنه وکړ

په درنښت

مهترلام ښاروالۍ

د مطبوعاتو او عامه پوهاوې مدیریت

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۷:۱۶
Background image

د نباتاتو د ساتنې په موخه د دواپاشۍ چارې روانې دي

د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق د ځانګړې لارښونې پر بنسټ، د ښاروالۍ د تنظیف او زرغونتیا مدیریت له لوري په پارکونو، ونو، بوټو، ګلانو او چمنونو د دواپاشۍ چارې پیل شوې دي
د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۹:۳۸
Background image

دوکاندارانو ته د خبرداري ترڅنګ د مارکیټونو بامونه پاک شول

پرون مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق د ښاروالۍ د ملکیتونو د څارنې پر مهال دوکاندارانو ته خبرداری ورکړ، چې د مارکیټونو پر بامونو د کثافاتو له اچولو ډډه وکړي او شته کثافات ژر تر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۹:۳۵
Background image

د ښاري حکومتولۍ آمریت له لوري د ښاروالۍ د مکتب کمېټې غړو ته وسایل ورکړل شول

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمریت له لوري د ښاروالۍ د کارونو په اړه د زده کوونکو د ذهنیت لوړونې په موخه د ښار په یو شمېر ښوونځیو کې د زده‌کوونکو ترمنځ کمېټې جوړې شوې دي، چې د. . .

BACK TO NEWS